د افغانستان د هوايي ځواک پوهنتون لومړۍ جوپه فارغه کړه

Image caption په افغانستان کې لومړی وار د روانې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې د هوايي ځواک په نوم ښوونځی جوړ شو، چې په ۱۳۳۶ کال يې کچه تر پوهنځي ورسېده.

د افغانستان هوايي پوهنتون له څو کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل د هوايي ځواک افسران فارغ کړي. چارواکي وایي د افسرانو په دغه ډله کې پیلوټان، د الوتکو تخنیکي انجینران او د رادار او مخابرې لپاره کسان روزل شوي.

دفاع وزارت یوه ویاند بي بي سي ته وویل، په دې وروستیو کې يې نړیوالو ملګرو د هوايي ځواک پیاوړي کولو ته ملا تړلې ده.

په دې ۱۸۴ افسرانو کې چې له څو کلن ځنډ وروسته له افغان هوايي پوهنتونه فارغیږي، څه يې پیلوټان، پکې تخنیکي انجنیران او د رادار او مخابرې چلونکې شته، د عملي کار لپاره به دا افسرانو ځینو بهرنیو هېوادونو ته هم لېږل کېږي.

د افغانستان هوايي ځواکونه څومره چې اړتیا وه هاغسې نه دي پیاوړي شوي، څه چې د افغان پوځ په ملاتړ کوونکو هېوادونو نیوکه ده.

خو د دفاع وزارت یوه ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل په وروستیو کې هوايي ځواک ته پام ډېر شوی، او ډېر ژر به په کې نوښتونه رامنځ ته شي.

هغه ځوانان چې په هوايي پوهنتون کې يي زده کړې کړي تر ډېره د خپلې لېوالتیا له مخې يي دغه څه خپل مسلک ګرځولی، له ډېر شمېر افغان ځوانانو سره دا هیلې شته چې هوايي ځواک کې دې دندې ولري.

Image caption په دې ۱۸۴ افسرانو کې چې له څو کلن ځنډ وروسته له افغان هوايي پوهنتونه فارغیږي، څه يې پیلوټان، پکې تخنیکي انجنیران او د رادار او مخابرې چلونکې شته، د عملي کار لپاره به دا افسرانو ځینو بهرنیو هېوادونو ته هم لېږل کېږي.

په افغانستان کې لومړی وار د روانې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې د هوايي ځواک په نوم ښوونځی جوړ شو، چې په ۱۳۳۶ کال يې کچه تر پوهنځي ورسېده.

په ۱۳۵۹هجري لمریز کې د افغانستان پر هوايي پوهنتون واوښته خو کله چې طالب واکمني له منځه لاړه د پخواني ولسمشر کرزي په حکومت کې دا پوهنتون لغوه شو، خو په ۱۳۹۰ هجري ل کې يې بیا فعالیت پیل کړ چې دا اوس يې لومړنۍ دوره فارغه کړه.