کندوز کې د طالبانو پرضد لوی عملیات پیل شوي

د جګړې له کبله د کندوز له ښار او لیرو سیمو زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي. د انځور حقوق
Image caption د جګړې له کبله د کندوز له ښار او لیرو سیمو زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د افغانستان حکومت د شمال ختیځ کندوز ولایت په ښار کې د طالبانو پرضد لوی عملیات پیل کړي دي. دا عملیات وروسته تر هغه پیل شول، چې څو ورځې وړاندې طالب جنګیالي کندوز ښار ته نژدې شول، چې د جګړې له کبله زرګونه خلک بې ځایه شول.

په کندوز کې د بي بي سي خبریال وايي، په جګړه کې ډزې او د لویو وسلو کارولو غږونه له نژدې اورېدل کېږي.

افغان چارواکي ادعا کوي، چې د طالبانو په لیکو کې د "اسلامي دولت (داعش) په ګډون بهرني جنګیالي هم جنګېږي.

د کندوز والي محمد عمر صافي بي بي سي ته وویل، د دوو ښځو په ګډون یې د ۱۸ بهرنیو جنګیالیو مړي موندلي دي.

امنیتي ځواکونو او طالبانو له کابو یوې اونۍ ځنډ وروسته، په کندوز کې بیا جګړه پیل کړې ده. رپوټونه وايي، طالب جنګیالي اوسمهال د کندوز ښار په سوېلي څنډو کې ګل تپې ولسوالۍ ته ایسار شوي دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په سیمه کې د بي بي سي خبریال ډیویډ لاین

ویل کېږي، دا لومړۍ جګړه ده چې جګپوړي امنیتي چارواکي پکې د طالبانو په لیکو کې د (اسلامي دولت) د جنګیالیو پروړاندې مخامخ جګړه کوي.

داسې رپوټونه هم شته چې تر اوسه پورې، د کندوز په سوېل کې، د (اسلامي دولت) جنګیالي له طالب جنګیالیو سره ګوتې په ماشو شوي دي. خو والي وايي، په شمالي برخو کې جګړه ستونزمنه ده، او دلته د "اسلامي دولت" جنګیالي "د طالبانو ملاتړ کوي، روزنه ورکوي او غواړي چې طالبان د یوې لویې جګړې لپاره چمتو کړي".

نوموړی وايي، دغه جنګیالي په جګړه کې هېڅ زړه سوی نه لري، ځکه دوی غواړي چې د "شهادت" په مرګ ومري.

ویل کېږي، له وروستۍ جګړې وروسته ددو ښځو په ګډون د ۱۸ بهرنیو جنګیالیو مړي موندل شوي دي، چې غالباً د افغانستان د ګاونډیو تاجکستان، ازبکستان او قرغیزستان اورپکي دي، خو دوی له چیچنیا او ترکیې څخه راغلي وو. دوی په تورو جنډو کې سرونه نغښتي، کټ مټ لکه په سوریه او عراق کې چې د "اسلامي دولت" (داعش) جنګیالي یې کاروي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption حکومتي ځواکونه په ناکافي وسلو جنګېږي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption امنیتي ځواکونه له تېرې یوې اونۍ راهیسې د تیارسئ په حالت کې وو

خبریالان وايي، په وروستیو کلونو کې د کندوز ښار ډېر کله له لویو ګواښونو سره مخامخ و. افغان پوځ او پولیس په روانه جګړه کې ښکېل دي، خو له بهرنیو ځواکونو تر اوسه مهمه مرسته نه ده غوښتل شوې.

په کندوز کې د بي بي سي خبریال ډیویډ لارن وايي، دغه جګړه د زړو کلاوو له شا او کنډوالو نه په بریدونو او مقاومت مخته روانه ده، چې په واضح ډول پکې د وسلو غږونه او په تیلیفونونو کې د قومندانانو امرونه اورېدل کېږي.

والي صافی وايي، افغان ځواکونه په کافي اندازه هوايي ملاتړ نه لري او چورلکې یې هغه وسلې نه لري چې په دا ډول جګړه کې یې باید کارولې وای.

په هېواد کې د ناټو ایله څو زره پوځيان مېشت دي، خو له تېر دسمبر راهیسې کله چې ددوی جګړه ییز ماموریت پای ته ورسېد، دوی اوس د جګړې په رول کې نه دي، بلکې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت مخته وړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کندوز والي محمد عمر صافی وايي د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ نه شته

دی وايي، که چېرې جګړه دوام وکړي، نو په روانه میاشت کې به خلکو ته د کروندو د حاصلاتو راټولولو زمینه برابره نه شي، او د خلکو ستونزې به یو پر دوه شي.

ورته مطالب