تخیُل که واقعیت

Image caption د پورتال تکنالوژي په نړۍ کې لا ډېره عامه نه ده او آن نوم یې خلکو ته نا آشنا ښکاري.

په لوېدیځ ولایت هرات کې د لومړي ځل لپاره پورتال پرانیستل شوی.

پورتال هغه وسپنیزه او طلایي رنګه خونه یا کانتینر دی چې د پرمخ تللې تکنالوژۍ پر مټ څوک چې ورننوځي کولی شي د نړۍ په بله سیمه کې د یوه چا سره چې په ورته خونه کې ناست دی وویني او خبرې وکړي.

په هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضی زاده وايي پدې خونو کې انځور معمولاً تر ویډیو کنفرانس ډېر ځلانده او روڼ وي او دواړه خواوې داسې احساس کوي لکه په یوې خونې کې چې ناست وي.

د تخیلي فلمونو ځینې صحنې کله کله په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې په واقعیت بدلېږي خو دا ځل افغانستان هم له یوې داسې ټکنالوژۍ کار اخلي چې تر ډېره یوازی په فلمونو کې امکان لري.

سلګونه کاله وړاندې انسانانو دا ارمان درلود چې له سفر پرته په ژوندۍ توګه مخامخ د نړۍ په یوې بلې لېرې سیمې کې له خلکو سره د لیدنې کتنې امکان ترلاسه کړي.

پورتال دا ارمان پوره کړی. پورتال نژدې یو کال مخکې په لومړي ځل په امریکا کې پرانیستل شو.

په هرات کې د ادیب په نامه د یوې نادولتي موسسې مشرې مېرمن سوسن عطایي په نوښت اوس په یوه خصوصي پوهنتون کې دا خونه جوړه شوې. لګښت یې په امریکا کې د پورتال ډلې ورکړی دی.

میرمن عطایي وایي " کله چې تاسو دې خونې ته ننوځئ، یوې بلې نوې نړۍ ته ننوځئ. بل داسې ښار ته ځئ چې ډېر ستاسو له سیمې لېرې دی او بل څوک چې په همدې ډول کانتینر کې دی درسره مخامخ کېږي. له ویدیو کنفرانس سره یې توپیر پدې کې دی چې د ویډیو کنفرانس مجازي حالت ډېر احساسېږي خو پورتال داسې ندی. پدې کانتینر کې داسې تکنالوژي او لایټونه کارول شوي چې ډېر ژوندی احساس درکوي او تاسو داسې احساس کوئ چې هغه بل څوک له تاسو سره په یوې خونې کې دی".

تر اوسه د نړۍ په دریو ښارونو کې پورتال پرانیستل شوی. امریکا ایران او افغانستان. د پورتال ډله هڅه کوي چې په هرو شپږو میاشتو کې یو بل ښار پدې امکاناتو مجهز کړي.

په هرات کې هم د پورتال چلوونکي وایی تمه لري چې څانګې یې د افغانستان ټولو ولایتونو ته وغځول شي.

مېرمن عطایی وايي چې پدې باید جدي کار وشي. دا خونې باید په مختلفو سیمو کې جوړې شي چې ډاکټران یو له بل سره خبرې وکړي.

مېرمن عطایي د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا امکانات به څومره د افغانانو لپاره اړین وي وايي دا فکر کوي د افغانستان نوی نسل، هغه نسل چې په تېرې یوې نیمې لسیزې کې رالوی شوی او زده کړې یې کړي د دې لپاره ډېر دلایل لري چې له خپل هېواده یو بل نوی انځور نړۍ ته وړاندې کړي.

مېرمن عطايي وايي دوی کولی شي مختلف خلک له بېلابېلو هېوادونو دلته وویني، خبرې ورسره وکړي او د ډېرو داسې مثبتو بدلونونو بېلګې ور ته وښیي چې دوی یې په افغانستان کې تصور هم نشوای کولی.

د اوس لپاره تر ډېره په هرات کې زده کونکي او محصلین له دې لارې د بهرنیو پوهنتونونو د محصلینو سره اړیکې نیسي.

د ادیب موسسې یوه ځانګړې ویبپاڼه هم جوړه کړې چې مینه وال کولی شي خپل نوم د دې تجربې د ترلاسه کولو په موخه ثبت کړي.

ورته مطالب