کابل کې ۹ روغتونونه د ټیټو خدمتونو له کبله وتړل شول

Image caption ښاغلی فیروز وايي د دوی د دغې ارزونې وروسته چې یوه میاشت یې دوام وکړ دوی وموندل چې نهه روغتونونه یې په دغو معیارونو پوره نه وو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي له څلور پنځوسو روغتونوله ډلې یې په پلازمینه کابل کې نهه روغتونونه تړلي چې ویل کیږي روغتیايي معیارونه یې نه و پوره کړي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي چې دوی د دغو روغتونو لپاره ویلي وو چې د دغو روغتونو ودانۍ څنګه دي؟ روغتیايي سامان الات لري که نه یې لري، د عملیات خونې او عاجل سرویسونه لري که نه؟ ایا د زیږون خونې لري، ډاکټران یې کارپوه دي که نه او دا رنګه د دغو روغتونونو پاکوالي ته پاملرنه شوې که نه؟

ښاغلی فیروز وايي د دوی د دغې ارزونې وروسته چې یوه میاشت یې دوام وکړ دوی وموندل چې نهه روغتونونه یې په دغو معیارونو پوره نه وو:

"له ۵۴ څارل شویو روغتونونو څخه نهه یې په هغې کتګورۍ کې راغلي، چې باید وتړل شي، نن موږ په رسمي توګه اعلانوو چې دغه تړل شوي روغتونونه خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو حق نه لري؛ ځکه چې د افغانانو لپاره یې په خپلو فعالیتونو کې هېڅ معیار په پام کې نه دی نیولی، ضمناً موږ ۲۸ هغه روغتیايي مرکزونه چې د روغتونونو په نومونو یې فعالیت کاوه، د روغتون نوم ترې اخلو او دا حق نه ورکوو چې ناروغ بستر او یا عملیات کړي".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، یوازې پلازمېنه کابل کې تر لسو ډېر حکومتي روغتونونه او تر سلو ډېر خصوصي روغتونونه جراحي عملیات کوي.

ددغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په ټول افغانستان کې ۲۸ ولایتي روغتونونه، په لویو ښارونو کې ۲۵ تخصصي حوزه يي روغتونونه او ۱۴۵ خصوصي روغتونونه فعال دي، چې د جراحۍ برخې هم لري.

دا مهال له روغتیا وزارت سره تر ۶۷۰ ډېر متخصص جراحان ثبت شوي، چې په حکومتي روغتونونو کې کار کوي.

Image caption دا مهال له روغتیا وزارت سره تر ۶۷۰ ډېر متخصص جراحان ثبت شوي، چې په حکومتي روغتونونو کې کار کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د ارزونو له مخې، هره ورځ په اوسط ډول زر افغانان بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي؛ که چېرې د هر یوه لږترلږه لګښت وسنجول شي، نو دوو زرو ډالرو ته رسېږي، په دې معنا چې هره ورځ له افغانستان نه دوه میلیون ډالر بهر ته ځي.