د بادغیس جوند ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده

د انځور حقوق f

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته امر کړی چې د بادغیس جوند ولسوالۍ ته کافي ځواکونه ولېږي.

د بادغیس والي تر اوسه دا خبره په رسمي توګه نه ده تایید کړې او بي بي سي ته یې ویلي چې په سیمه کې جګړه روانه ده، خو دا نه ده ثابته چې دغه ولسوالي دې طالبانو نیولې وي.

د شمال لوېدیځ ولایت بادغیس ځینو سیمه ییزو چاراکو او قومي مشرانو بي بي سي ته ویلي، د جوند ولسوالۍ تېره شپه د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. طالبانو تېره شپه ناوخته د بادغیس په جوند ولسوالی ډله يیزه برید کړی.

د بادغیس د ولایتي شورا مشر بهاء الدین قادسي بي بي سي ته وویل، له تېرې شپې دوو بجو نه تر اوسه د سیمه يیزو چارواکو سره اړیکي پرې شوي:

"له تېرې نیمې شپې راهیسې دوی په بشپړه توګه د ولسوالۍ مرکز نیولی او ولسوالۍ له طالبانو سره ده، امنیتي ځواکونو له هغه ځایه شاتګ کړی. لس دقیقې وړاندې د ملي اردو چورلکې هلته تللې دي".

د جوند ولسوالۍ یوه قومي مشر سید عبدالمقیط هم ویلي چې سیمه يیز چارواکي د جوند ولسوالۍ له مرکزه په شا شوي او لرې پرتو سیمو ته یې پنا وړې:

"دغې ولسوالۍ سقوط کړی، ولسوالي له طالبانو سره ده، هلته هېڅ دولت نشته، مو څو ځلې حکومت ته خپل غږ رسولی، خو چا نه دی اورېدلی. دغه ولسوالي شاوخهوا ۴۰ زره وګړي لري، چې د دولت د ناغیړۍ له کبله یې سقوط وکړ".

د بادغیس والي احمدالله علیزي بي بي سي ته وویل، طالبان له ګاونډیو ولایتونو د جوند ولسوالۍ د نیولو لپاره راټول شوي:

"د ولسمشر امر دی، چې وسله وال ځواکونه چمتو شي او موږ د ولسوالۍ د سقوط مخه ونیسو، مشکل نشته، اوس هم له ولسمشر سره خبرې وشوې، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته یې امر کړی چې دا مشکل ژر حل شي. لاره بنده ده، جنګي حالات دي، موږ ته اکمالات رسېږي، ولسوال، امنیه قومندان او نور ټول پرسونل شته. له ډېر وخت راهیسې طالبانو له فاریاب او غور ولایتونو راغونډ شوي چې دغه ولسوالي ونیسي".

د ذبیح الله مجاهد او قاري محمد یوسف احمدي په نومونو د طالبانو ویندویانو پر خپلو ټویټر پاڼو لیکلي: "نن سهار وختي د بادغيس جوند ولسوالۍ مجاهدینو ونیوله، ولسوال او امنیه قومندان تر تعقیب او محاصرې لاندې دي".

ورته مطالب