زابل کې د تښتول شويو ۳۱ کسانو ۱۹يې خوشي شوي

Image caption دغه کسان شاوخوا درې مياشتې وړاندې د کابل- هرات پر لويې لارې د زابل په ولايت کې وسلوالو ښکته کړي وو

د غزني ولايت د جاغوري ځايي چارواکي تاييدوي چې په زابل کې د تښتول شويو ۳۱ کسانو له ډلې ۱۲ تنه يې د چاغوري ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي، خو په کابل کې چارواکي

د جاغوري ولسوال ظفر شريف وايي دغه کسان اوس د ولسوالۍ په مقام کې دي او د نور ۱۲ کسانو د خوشي کېدو په اړه هم خبرې روانې دي.

خو په کابل کې چارواکي د دغو کسانو د خوشي کيدو خبرونه، نه تاييدوي او نه يې هم ردوي.

د جاغوري ولسوال وايي دغه ۱۹ کسان د ځايي مخورو په منځګړتوب خوشي شوي، خو په اړه يې ډېر جزييات ور نه کړل.

دغه کسان شاوخوا درې مياشتې وړاندې د کابل- هرات پر لويې لارې د زابل په ولايت کې وسلوالو ښکته کړي وو.

د ازاد شويو له ډلې د يوه زوی بي بي سي ته وويل چې د خپل پلار د خوشی کېدو خبر يې ترلاسه کړی، خو تر هغه يې چې خپله غږ وانه اوري او يا يې پخپلو سترګو و نه ويني نه شي کولای باور وکړي.

د يوه بل يرغمل شوي زوی وايي له خوشي شويو سره د خبرو په پايله کې دا ورته جوته شوې چې پلار يې د دوی په منځ کې نه شته.

د يو شمېر يرغمل شويو د کورنيو غړي له تېرو څو اوونيو راهيسې د کابل په زرنګار پارک کې د اعتراض په ډول ناست دي.

دغه ۳۱ کسان د ۱۳۹۳ کال د کب په څلورمه نېټه د وسلوالو کسانو له لوري په زابل کې يوه نامعلوم ځای ته ولېږدول شول.

له هغه راهيسې د دوی د خلاصون لپاره پراخې هلې ځلې روانې وې او اوس داسې برېښي چې دغو منډو ترړو تر يوه بريده پايله ورکړې ده.

د مخکني ولسمشر دويم مرستيال محمد کريم خليلي د ۱۹ کسانو د خوشي کېدو په تړاو په يوه پيغام کې ويلي چې ولسمشر اشرف غني، د ملي امنيت ادارې او د زابل، غزني او کندهار مخورو د دغو کسانو په خوشي کېدو کې پراخې هڅې کړې دي.