''افغانستان کې ترافيکي پېښې ۲۰٪ کمې شوې دي''

د انځور حقوق EPA
Image caption د چارواکو په وینا په کابل کې د ترافیکي پیښو د جریمې پیسې په ورځ کې څه د پاسه ۵۰۰ زرو افغانیو ته رسیږي

په افغانستان کې د ترافيکو رياست وايي د هېواد په کچه د تېر کال په پرتله په ترافيکو پېښو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی. دوی يې لامل ټينګه څارنه او د ترافيکي اصولو پام بولي.

په افغانستان کې د ترافیکي پيښو د وژنې شمیر په جنګ کې د ملکي وګړو د وژنې د کچې دریمه برخه جوړوي او همدارنګه د ترافیکي پيښو د ټپیانو شمیر بیا په جنګ کې د ټپیانو نیمایي برخې سره برابر ده.

شازیه حیا په خپل راپور کې وايي په افغانستان کې تیر کال له ۱۰۰۰ کسانو زیات په ترافیکي پيښو کې وژل شوي او څه کم ۴۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې په غیر معیاري ډول د سړکونو او څلور لارو جوړېدل، په ډیرو څلور لارو کې د ترافیکي څراغونو او نښانو نه شتون د ترافيکو لاملونه بلل کيږي.

له ترافیکي قوانینو د موټر چلوونکو سرغړونه او تر کچې ډیره چټکتیا نور هغه لاملونه په ګوته شوي چې په ترافيکي پېښو کې د خلکو د مړينې لامل ګرځي.

د ترافیکو پولیس له ټرافیکي قوانینو څخه سرغړوونکي جریمه کوي، خو بیا هم هغه شمیر موټر چلوونکي چې په واټونو کې ترافیکي لارښوونې په پام کې نیسي د ګوتو په شمیر دي.

د چارواکو په وینا په کابل کې د ترافیکي پیښو د جریمې پیسې په ورځ کې څه د پاسه پنځه سوه زرو افغانیو ته رسیږي.

په افغانستان کې نه یوازې شخصي موټرونه د ټرافیکي پیښو سبب کېږي، بلکې دغه هېواد کې د لویو لارو په مسافر وړونکو بسونو کې هم د خوندیتابه چارو ته پاملرنه کمه ده.

د ترافیکي پیښو مسوول عبدالطیف خیرخواه وايي: ''د باروړونکو موټر چلوونکو لپاره په سمه توګه د توکیو بارونه په ځانګړي ډول دساختماني توکیو بارونه او تر معیاري کچې پورې د توکو بارول د ځان او لارویو خوندیتوب ته خورا اړین دي''.

خو د باروړونکو شرکتونو مسوولين وايي چې په دې اړه ورته داسې لایحه نه ده ور کړل شوې چې له مخې یې خپلې چارې سنبال کړي.