په نشو د روږدو افغانانو شمېر ۳ میلیونو ته رسېدلی

د انځور حقوق AP
Image caption په نشه يي توکو د روږدو کسانو په اړه دغه راپور او سروې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نشه يي توکو د مبارزې د برخې او افغان حکومت په ګډه همکارۍ په څلریشتو ولایتونو کې ترسره شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په یوه تازه راپور کې ویلي، په ۲۰۱۴ کال کې په نشه يي توکو د روږدو افغانانو شمېر درې میلیونه اټکل شوی و، چې اووه سلنه یې ښځې او تر ۳۰ سلنې ډېر یې ماشومان دي.

سرچینه وايي، تر ډېره په نشو روږدي افغانان تنکي زلمیان او ځوانان دي، او په نشه د روږدي کېدو اصلي لامل یې ناامني او بې روزګاري بولي.

په نشه يي توکو د روږدو کسانو په اړه دغه راپور او سروې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نشه يي توکو د مبارزې د برخې او افغان حکومت په ګډه همکارۍ په څلریشتو ولایتونو کې ترسره شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ددغې سروې پایلې د سې شنبې په ورځ کابل کې له خبریالانو سره شریکې کړې:

"درې میلیون کسان په نشو روږدي دي، چې په دې کې ۱،۴ میلیون یې معتادان دي، په دې مانا چې هره ورځ له نشه يي توکو ګټه اخلي او ۱،۶ میلیون نورو بیا په یوه ډول نشه يي توکي کارولي او یا له نشه یانو سره یو ډول اړیکي لري، د سروې پایلې ښودلې، چې نژدې یو میلیون ماشومان له نشه يي توکو سره تړاو لري، په دې معنا چې یا یې مور یا پلار په نشه يي توکو روږدي دي او یا له ټولنې اغېزمن شوي".

د سروې په پایله کې راغلي، په نشو روږدي ۱۳ سلنه کسان په کلیو او ۵ سلنه نور یې په ښارونو کې اوسېږي.

په راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې تر ډېره له تریاکو او له تریاکو د نشه يي توکو له جوړېدونکو څیزونو ګټه اخیستل کېږي.

په راپور کې ویل شوي، په ټول کې افغانستان کې له نشه يي توکو د ګټې اخیستنې کچه ۷ سلنه ډېره شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، په ۲۰۰۵ کال کې په نشه د روږدو افغانانو شمېر نژدې ۹۲۰ زرو ته رسېدلی و، چې دا شمېر په ۲۰۰۹ کال کې یوه میلیون ته لوړ شو، خو په ۲۰۱۲ کال کې بیا دغه شمېره ۱،۶ میلیون ته وختله.

د انځور حقوق BBCPersian.com
د انځور حقوق BBCPersian.com

د عامې روغتیا وزیر له نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د نشې پرضد د مبارزې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې په وینا یې دا مهال په ټول هېواد کې په نشه د روږدو کسانو د درملنې لپاره ایله ۲۵۰۰۰ بستره موجود دي، چې په وینا یې که چېرې په منځنۍ توګه هر کس ۳۵-۴۰ ورځې تداوي شي، په کال کې به له ۶۰ تر ۷۰ زرو کسانو درملنه وشي.

د انځور حقوق BBCPersian.com

ورته مطالب