غني: د تښتول شویو خوشي کولو ته مو پیسې نه دي ورکړې

غني د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر غني وویل، حکومت یې د مجرمینو د تبادلې سیاست مخته نه وړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، حکومت یې د ۱۹ مسافرو د خوشي کولو لپاره نه پیسې ورکړې او نه یې هم په مقابل کې داسې کس خوشی کړی، چې د افغانستان په قضايي بنسټونو کې مجرم ثابت شوی وي.

د تېرې دوشنبې په ورځ زابل کې د ۳۱ تښتول شویو کسانو له ډلې ۱۹ خوشي شول.

نژدې دوه نیمې میاشتې وړاندې ۳۱ مسافر د هرات – کابل پر لویه لاره سوېلي زابل ولایت کې د وسله والو له خوا وتښتول شول، چې د تېرې دوشنبې په ګهیځ یې ۱۹ بېرته خوشي او د غزني ولایت جاغوریو ولسوالۍ ته ورسول شول.

ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، له تښتوونکو مجرمینو سره د تبادلې سیاست مخته نه وړي، او په راتلونکي کې به هم دا ډول ګام پورته نه کړي.

وړاندې، داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې ګني د ۱۹ تښتول شویو مسافرو د خلاصون په مقابل کې د "ازبکستان اسلامي حرکت" اړوندو تښتوونکو د کورنیو ۲۲ غړي خوشي شوي دي.

خو ښاغلي غني وویل، په دې قضیه کې هېڅ داسې کس نه دی خوشی شوی، چې د افغانستان په قضايي بنسټونو کې مجرم پېژندل شوی وي.

ولسمشر غني دا هم ویلي، چې د ژمي په تېرېدو سره، افغان امنیتي ځواکونه د بدخشان هغو سیمو ته مرستندویې ډلې استولې، چې واورې ښویېدو ځپلې دي، چې په وینا یې په سیمه کې "نړیوالو ترهګرو" غوښتل چې ځانونه وچووي.

د ښاغلي غني په وینا، له دغو کسانو ژغورل شوي ماشومان "بې سرپرسته دي، یو څه موده د افغان امنیتي ځواکونو تر ساتنې لاندې وو، همدا وو چې د تښتول شویو د خلاصون لپاره د خبرو په لړ کې دغه ماشومان پیدا شول او د هغوی د راتلونکي په اړه ګامونه پورته شول".

د افغانستان ولسمشر دا هم وویل، د تښتول شویو د خوشي کولو لپاره د ژغورنې عملیات پخپله د ولسمشر تر څارنې لاندې ترسره شوي.

ولسمشر دا هم ویلي، چې د پاتې ۱۲ تښتول شویو کسانو د خوشي کولو لپاره په "دقت او ژور فکر" سره خبرې روانې دي، چې دوی ته له کوم زیان رسېدو پرته خوشي شي.

له تښتوونکو سره د خبرو د ډلې یوه غړي اسدالله کاکړ د بي بي سي ډیوېډ لاین ته ویلي، دغه خبرې به د نورو تښتول شویو کسانو تر خوشي کولو پورې دوام وکړي.

ډیوېډ لاین وايي، اټکل دی چې پاتې تښتول شوي کسان د هغو ۶ ازبک ښځو د خوشي کولو په مقابل کې خوشي شي چې دا مهال له افغان دولت سره دي.

ورته مطالب