غني: زموږ د دوستۍ معیار دا دی چې ترڅنګ مو ودرېږئ

د انځور حقوق arg
Image caption ارګ وايي، له غرمې مخکې د افغان او پاکستاني مشرانو ترمنځ دوه اړخیزه ناسته وشوه.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف په مشرۍ د سیاستوالو او پوځي چارواکو یو پلاوی کابل ته تللی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې کتنه کې دواړو غاړو پر امنیتي مسائلو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر غوړېدا خبرې وکړې.

پاکستاني لوري افغانستان کې د نیمګړو پاتې ودانیزو پروژو د بشپړولو ژمنه وکړه.

له رسمي خبرو وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستاني لومړي وزیر نواز شریف سره ګډې خبري غونډې ته وویل: "د افغانستان د دوستۍ معیار دا دی چې اوس زموږ په څنګ کې ودرېږي. له پاکستان سره زموږ د خبرو بحث د ګډو ګواښونو په اړه دی. په اوسني جنګ کې زموږ وسله والې قواوې د ټولې سیمې د ثبات لپاره جنګېږي".

ولسمشر غني دا هم وویل، د یوه منتخب او مشروع دولت په توګه دوی د خلکو د ساتنې او دفاع دنده لري.

ښاغلي غني یوځل بیا دا خبره تکرار کړه چې د افغانستان جګړه پر خلکو تپل شوې ده: "جنګ پر موږ تپل شوی دی او موږ له خپلو خلکو او هېواد نه باید دفاع وکړو".

نوموړي زیاته کړه "سیمه ایز او نړیوالې ترهګرۍ دغه جګړه پر موږ او تاسو تحمیل کړې او هغه هېواد چې له دغې جګړې څخه لا ډېر زیان ویني پاکستان دی. افغانستان او پاکستان باید په ګډه د دغه حالت پر وړاندې مبارزه وکړي، د ثبات او سوکالۍ هغه شرایط رامنځته کړي چې زموږ خلک یې غوښتونکي دي."

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر بي بي سي ته ویلي، کابل ته په دې سفر کې له نواز شریف سره د پوځ مشر جنرال راحیل شریف او نور جګپوړي چارواکي هم ملګري دي.

دا د لومړي وزیر په توګه کابل ته د نواز شریف دویم رسمي سفر دی. د ۲۰۱۳ کال نومبر پر ۳۰ هم نوموړی له افغان چارواکو سره د یولړ مسائلو پرسر د خبرو لپاره کابل ته تللی و.

د انځور حقوق Ashraf Ghani

ښاغلي شریف د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ څرګند کړ، او وېې ویل چې په دې لاره کې به له هیڅ ډول همکارۍ څخه ډډه و نه کړي.

نوموړي همدا راز وویل "موږ د نه لاس وهنې پالیسۍ ته ژمن یو او اجازه نه ورکوو چې د یو هېواد له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد ګټه واخیستل شي."

د پاکستان په دې پلاوي کې د ولسمشر د امنیتي چارو سلاکار سرتاج عزیز، او په بهرنیو چارو کې د ولسمشر ځانګړی سلاکار سید طارق فاطمي او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعزاز احمد هم ملګري دي.

پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به خپلې هغه ساختماني پروژې چې تر اوسه نه دي بشپړې شوې، بشپړې کړي.

د تېرې دوشنبې په ورځ، نواز شریف د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو د بحث لپاره د لوړپوړو پاکستاني چارواکو یوه ناسته هم جوړه کړې وه.

د پاکستان لومړی وزیر به له ځینو نورو افغان چارواکو سره هم وګوري.

خبریالان وايي، د تېر دسمبر پر ۱۶مه، د خیبر پښتونخوا پېښور پر پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو له خونړي برید یوه ورځ وروسته هم د پوځ مشر کابل ته روان و، چې له افغان چارواکو سره پر یولړ پوځي او ملکي مسائلو وغږېږي.

محمد اشرف غني واک ته له رسېدا وروسته، له پاکستان سره راشه درشه ډېره کړې ده. نومړی د تېر کال په نومبر کې پاکستان ته ولاړ او له لومړي وزیر نواز شریف سره یې یوې ګډې خبري غونډې ته وویل "تېر په هېر، خو راتلونکي ته باید ډېر پام وشي".

ولسمشر غني د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل د بادغیس ولایت د ناوې په ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو د کتنې وړ پرمختګونه کړي او د جوند په ولسوالۍ کې یې دښمن ته ماته ورکړې ده.

نوموړي دغه راز وویل: "د اسیا راتلونکی زموږ په ګډو اقداماتو پورې تړلی او بې وزلي زموږ اصلي دښمن دی، موږ د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره ګډې هڅې ته اړتیا لرو."

ورته مطالب