کابل کې پر پولیسو چاودنه شوې

د انځور حقوق AP

د افغانستان پلازمېنې کابل لوېدیځ کې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دار الامان پر سړک د پولیسو په یوه موټر کې ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکي چوول شوي.

افغان امنیتي چارواکي مني، چاودنه د جنايي جرمونو د څېړنې اړوند یوه موټر کې شوې، چې موټر یې ویجاړ کړی دی.

چاودنه لویې څارنوالۍ ته نژدې شوې ده.

تر اوسه په برید کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د چاودنې پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

طالبانو ادعا کړې، چې په برید کې ځینې پولیس 'وژل شوي'، خو دا خبر تر اوسه نه دی تایید شوی.

طالبانو دا یو 'تکتیکي برید' ګڼلی دی.

دوه ورځې وړاندې (مې۱۰) هم کابل ښار کې د څارنوالۍ کارکوونکو پر بس ځانمرګی بريد شوی و، چې دری کسان په کې وژل شوي دي. دا په تېره يوه اوونۍ کې د څارنوالۍ پر مامورينو دوهم بريد دی. طالبانو د دې بريد پړه پر غاړه اخيستې.

او تر هغه وړاندې، د مې پر ۵مه هم کابل کې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو پر لېږدوونکي موټر د څارنوالۍ ودانۍ ته نژدې ځانمرګی برید شوی. د کورنیو چارو وزارت وايي، په برید کې یو کس وژل شوی او لس نور ټپیان دي. د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې وه.

ورته مطالب