د غزني ناور دښته دې ''ملي پارک'' شي

ناور ولسوالي
Image caption د ناور ولسوالي او شنه دښته يې د غزني له مرکزه نژدې ۵۵ کیلومتره لیرې ده، خو زیاتره برخه یې اوبو نیولې.

د غزني ناور ولسوالۍ ته سفر اسانه نه دی، ددغې ولسوالۍ مرکز ته رسېدل د موټر شپږ ساعته مزل باید ووهل شي، هغه هم په خامه لاره او د لوړو غرونو د لړۍ پر څوکو.

د دوبي په رانژدې کېدو، د غرونو په جګو ژیو لاهم واوره لیدل کېږي، خو په لمنو کې يې مرغان په چڼېدو دي.

د ناور ولسوالي او شنه دښته يې د غزني له مرکزه نژدې ۵۵ کیلومتره لیرې ده، خو زیاتره برخه یې اوبو نیولې.

ښایسته طبیعي جهیل یې ۲۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ځایوي. اوبه یې مالګینې دي او کبان پکې نشته، خو د الوتونکو مرغانو او خوځېدونکو لپاره بیا خوندې سیمه ده.

د ناور هواره شنه دښته د بابا او هندوکش د غرونو د لړۍ په منځ کې ده، ژمی يې سخت سوړ، خو اوړی يې بیا تړم دی.

د ګرځې‎دو او سیل همدا زړه راکښونکی ځای اوس د غزني چارواکي اړ کړي چې دا سیمه د ملي پارک په نوم ونوموله شي.

د غزني د چاپېریال ساتنې مشر ضیاء رفعت وايي، په دې سیمې کې يې ۳۱‌ ډوله مرغان پېژندلي، چې د ملي پارک په توګه ددغې سیمې له اعلانېدو سره به ددغو الوتونکو د ورکېدو وېره هم کمه شي.

Image caption ښایسته طبیعي جهیل یې ۲۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ځایوي. اوبه یې مالګینې دي او کبان پکې نشته، خو د الوتونکو مرغانو او خوځېدونکو لپاره بیا خوندې سیمه ده.

دغه اقدام د غزني د فرهنګي کړیو له هرکلي سره مخ شوی. هغوی وايي په دغه کار سره به کورني او بهرني ګرځندویان هم ناور ته رامات شي او د سیمې خلکو ته به هم د کار زمینه برابره شي.

په غزني کې ډېری فرهنګیان په دې باوردي، که د ناور دښته د ملي پارک په توګه اعلان شي، او ځینې پروګرامونه عملي شي، نو د ګرځندویانو لپاره به د غزني د نورو تاریخي ځایونو لیدو ته هم زمینه برابره شي.

له دې وړاندې په بامیان کې د امیر بند او په بدخشان کې هم واخان د ملي پارک په توګه پېژندل شوي وو.

Image caption له دې وړاندې په بامیان کې د امیر بند او په بدخشان کې هم واخان د ملي پارک په توګه پېژندل شوي وو.

ورته مطالب