طالبان: ولسي خلک مو نه دي تښتولي، دولتي مامورین لټوو

په داسې حال کې چې د پکتیا ځايي چارواکو ویلي، طالبانو لسګونه کسان تښتولي، وسله والو طالبانو ویلي، دوی هغه رپوټونه په کلکه ردوي، چې ګني ولسي وګړي یې تښتولي یا یوه بل ځای ته وړي دي.

طالبان وايي: " تر اوسه پورې ۸ تنه دولتي مهم کسان ګير شوي، ۱۹ تنه تر شک او تحقیق لاندې دي، نور عامو خلکو ته په سیمه کې هيڅ ستونزه نشته، هغوی به پريښودل شي. په دې اړه چې ځينو رسنيو راپورونه ورکړي چې ګنې عام خلک برمته شوي او یا ملکي موټر تښتول شوي داسې افواهات حقیقت نه لري، موږ يې ردوو".

وړاندې، د پکتیا سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، وسله والو طالبانو ددغه ولایت سید کرم ولسوالۍ کې له لویې لارې لسګونه مسافر تښتولي دي.

پکتیا کې زموږ خبریال احسان الله مهجور وايي، د پکتیا امنیه قومندان پاسوال زلمي اوریاخېل په وینا، طالبانو د شنبې ورځې (غويی ۲۶) په ګهیځ شاوخوا نهه بجې د پټان- ګردیز 'بډم کندې' له لوی سړک نه یوه کلي ته لسګونه مسافر برمته کړي.

د پېښې پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده. د ذبیح الله مجاهد په نامه ددغې ډلې یوه ویاند ویلي، دوی دا کار یې ځکه کړی، چې د شنبې په ورځ دولتي مامورین له کورونو نه د ستنېدو پرمهال له ټکسیو او ملکي موټرو کار اخلي.

د پکتیا امنیه قومندان وايي، ددغه کسانو د ژغورلو لپاره یې امنیتي ځواکونه وراستولي، خو تر جګړې وروسته طالبانو ځینې موټر هغې سیمې ته تښتولي، چې طالبان پرې واکمن دي، خو ځینې نور مسافر یې پرېښي دي.

نوموړی وايي، د تښتونې په دې پېښه کې لسګونو طالبانو ګډون کړی، چې په وینا یې په برمته شویو کې ښځې او ماشومان هم دي.

خو د پکتیا د ولایتي شورا منشي محمد رحمن قادري وايي، طالبانو شاوخوا ۳۰ موټر (چې د ۵۰ او ۶۰ ترمنځ کسان پکې وو) تښتولي.

د پکتیا دغه لویه لار ددې ولایت د جانیخېلو، څمکنیو او میرزکې په ګډون نهه ولسوالۍ سره نښلوي.