کابل کې ځانمرګي برید ۳ کسان وژلي ۲۱ نور ټپیان دي

د انځور حقوق AFP
Image caption برید کې دوې ښځې وژل شوې او ۱۸ نور کسان ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه ځانمرګي برید دوې ښځې وژلې او د ولسي وګړو په ګډون یې ۲۱ نور کسان ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل، په ننني برید کې دوې ښځې وژل شوې، درې بهرنۍ مېرمنې ټپیانې شوې دي.

د ښاغلي صدیقي په وینا، په ټپي شویو افغانانو کې ۸ ښځې، ۷ سړي او ۳ ماشومان دي.

د برید انځورونه

هغه وویل، چاودېدونکي توکي په ټویوټا کې ځای پرخای شوي وو، چې غوښتل یې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو دوه- درې موټر په نښه کړي.

د اروپايي ټولنې پولیسو هم منلې ده، چې د برید هدف د دوی موټر وو، چې یوه غړې یې پکې وژل شوې او درې نورې ټپیانې دي.

د اروپايي ټولنې د پولیسو ویاندې هاوکنا کانو اې پي خبري آژانس ته منلې ده، چې د دوی اړوند موټر زیانمن شوي.

سرچینه وايي، ددوی درې کارکوونکي په موټر کې و، چې له ټپي کېدو وروسته اوس یوه خوندي ځای ته لېږدول شوي، خو په موټر کې یو کس وژل شوی دی.

د اروپايي ټولنې پولیس افغان پولیسو ته روزنه او سلامشورې ورکوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید غندلی: ''د ولسي وګړو، په تېره بیا د ښځو او ماشومانو وژل ددې ښکارندويي کوي چې ترهګرو د جګړې په ډګر کې د افغان امنیتي ځواکونو پروړاندې ماتې خوړلې ده.''

د کورنیو چارو وزارت یوه بل ویاند نجیب دانش بي بي سي ته ویلي، د برید پایله کې د بهرنیانو یو موټر او د ولسي وګړو دوه موټر ویجاړ شوي.

ښاغلی دانش مني دا یو ځانمرګی برید و.

د پولیسو ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ښکاري چې ددغه ځانمرګي برید موخه د ناټو ځواکونه وي.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې. ددغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې په برید کې د بهرنیو ځواکونو دوه ټانکونه ویجاړ شوي، ۷ بهرني پوځيان پکې وژلش وي.

چاودنه پر هغه لار شوې، چې تر ډېره پرې ولسي وګړي تګ راتګ کوي.

د تېرې شنبې په ورځ ناوخته، کابل پوهنتون کې د ننه د سړک غاړې ماين چاودنې له کبله د پوهنتون دوه استادان ټپيان شوي وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اروپايي ټولنې د پولیسو ویاندې هاوکا کانو اې پي خبري آژانس ته منلې ده، چې د دوی اړوند موټر زیانمن شوي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
د انځور حقوق AFP

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت بي بي سي ته وويل، ماين د کابل پوهنتون د ساينس او شرعياتو پوهنځي ته نژدې ځای پر ځای شوی و.

د کابل پوهنتون افغانستان کې تر ټولو لوی پوهنتون دی چې شاوخوا ۲۵۰۰۰ محصلين په کې په زده کړو لګيا دي.

درې ورځې وړاندې، کابل کې طالبانو پر یوه مېلمستون برید وکړ، چې د ۹ بهرنیانو په ګډون لږترلږه ۱۴ کسان پکې ووژل شول.

د انځور حقوق

ورته مطالب