د جلال اباد - تورخم د دويم سړک پاتې کار پيل شو

د انځور حقوق
Image caption پاکستاني چارواکي د سړک جوړولو د چارو ځنډ د بودیجې کموالی، امنیتي ستونزې او نور لاملونه په ګوته کوي

له شاوخوا شپږ کلن ځنډ وروسته، د جلال اباد - تورخم د دویم سړک د پاتې برخې کار نن پیل شو.

د دغه شاوخوا ۷۴ کیلومتره سړک د جوړېدو لګښت د پاکستان حکومت ورکوي.

د پاکستان د پوځي کمپنۍ چې د دغه سړک د جوړولو چارې ور تر غاړې دي، یو مسوول په وینا د سړک پر جوړولو شاوخو ۷۰ ميليونه ډالر لګښت راځي.

پاکستان وايي د سړک چارې به په یو کال کې بشپړې شي.

څو مياشتې وړاندې هم د پاکستان د ماليې وزير اسحق ډار د جلال اباد – تورخم د دویم سړک د پاتې کار د پيلولو ژمنه وکړه، خو چارې يې پيل نه شوې.

په وروستي ځل د پاکستان لومړي وزير نواز شريف او د پوځ مشر راحيل شريف افغانستان ته د سفر پر مهال افغان چارواکو ته د دغه سړک د جوړولو ژمنه ورکړه.

د دې سړک کار شاوخوا شپږ کاله وړاندې پیل شوی و، چې نژدې نیمايي چارې یې بشپړې شوې دي.

پاکستاني چارواکي د سړک جوړولو د چارو ځنډ د بودیجې کموالی، امنیتي ستونزې او نور لاملونه په ګوته کوي.

د پرانستې په مراسمو کې، په افغانستان کې د پاکستان سفیر ابرار حسین د دې سړک جوړیدل د دواړو هیوادونو د اړیکو په برخه کې ګټور وباله.

د افغانستان د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال نور ګل منګل د دې سړک جوړیدل یوه اړتیا وبلله.

ورته مطالب