کندهار کې په سرحدي ځواکونو ځانمرګی بريد شوی

Image caption د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وایي، چې ځانمرګی بریدګر پلي و او په ځان پورې تړلي چادویدونکي توکي یې د سرحدي ځواکونو یو موټر ته څیرمه الوځولي

د افغانستان د سويلي ولایت کندهار ځايي چارواکي وایي، په یوه ځانمرګي برید کي لږترلږه دوه پولیس او پنځه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

برید نن (دوشنبه، مې ۱۸) ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې د لومړۍ حوزې اړوند د سردار مدد خان څلور لارې کې رامنځته شوی.

د کندهار د ځايي ادارې ویاند صمیم خپلواک وایي ، چې ځانمرګی بریدګر پلي و او په ځان پورې تړلي چادویدونکي توکي یې د سرحدي ځواکونو یو موټر ته څیرمه الوځولي.

ښاغلی صمیم وایي چې په دغه برید کې دوه پولیس او پنځه عام وګړي ټپیان شوي او بل چا ته په کې زیان نه دی رسېدلی.

عیني شاهدان وایي، چې د برید موخه د سرحدي ځواکونو یو قومندان عصمت افغان و، خو نوموړی له بریده روغ وتلی دی.

تر دې دمه وسلوالو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

د ناوې ولسوال ووژل شو

د هلمند چارواکي وایي، د دغه ولایت د ناوې ولسوال عبدالمناف خان د وسلوالو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د چارواکو په خبره عبدالمناف خان د غزني د مقر ولسوالۍ څخه د کندهار پر لور روان و، چې وسلوالو ورته کمین نیولی و.

تر دې دمه په دغه برید کې یوازې د هلمند د ناوې ولسوالۍ د ولسوال د وژلو پخلی شوی.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د بريد پړه نه ده منلې.