پخوانی افغان سرتېری د هندي لاسونو څښتن شو

عبدالرحیم
Image caption عبدالرحیم وايي: "هره ورځ ډېر خلک ما ته زنګونه وهي او مبارکي راکوي. ډېر نور کسان مې انځورونه په فیسبوک کې خپروي. زه ډېر زیات خوشحاله یم".

هغه افغان چې د ماين د چاودنې په يوې پېښې کې یې لاسونه پرې شوي ول، او اوس ورته نور لاسونه لگول شوي دي وايي " هېواد ته په ستنېدو غواړي بيرته پوليسو کې شامل شي".

عبدالرحيم درې کاله وړاندې ژوبل شوى و، هندوستان کې له عملياتو وروسته ديوه بل تن لاسونه چې يوې ترافيکي پېښې کې مړ شوى و، د ١٥ ساعته عملياتو وروسته هغه ته ولگول شول.

هغه لاسونه چې دغه پخواني افغان افسر ته لګول شوي، د یوه ۵۴ کلن هندي دي.

۳۰ کلن عبدالرحیم درې کاله مخکې په سوېلي کندهار ولایت کې د ماین پاکۍ په وخت خپل لاسونه له لاسه ورکړل.

دا لومړی ځل دی چې یوه افغان وګړي ته په هند کې لاسونه لګول کېږي.

نوموړي بي بي سي ته وویل، غواړي افغانستان ته تر ستنېدو او د روغتیايي وضعیت له ښه کېدو وروسته، بیا د افغان پولیسو لیکو ته ورشي:

"کله چې له عملیاتو وروسته بیدار شوم، لاسونو ته مې وکتل، لاسونو ته مې ډېر خوشحاله شوم. زه په اصل کې مړ شوی وم، خو په دغو نویو لاسونو بېرته راژوندی شوم. "

له عبدالرحیم سره مرکه واورئ

دی وايي: "دا ډېر پېچلي عملیات وو، چې پنځلس ساعته وخت یې ونیو، خو ډاکټران ډېر تکړه وو، او دغه عملیات یې په ښه توګه وکړل. همدا اوس چې له تاسو سره غږېږم، تیلیفون مې په لاس کې دی".

د عبدالرحیم د لاسونو د پیوندولو عملیات د هند د سوېل لوېدیځ کوچي ښار په امریتا تحقیقاتي او طبي مرکز کې ترسره شول، او په عملیاتو کې یې ۲۰ جراحانو او اتو متخصصینو ګډون درلود.

عبدالرحیم وايي: "مخکې مې الکترونیکي لاسونه لرل، چې تر یوه حده یې کار کاوه. اوس نژدې څلوېښت ورځې کېږي دا نوي لاسونه مې پیدا کړي. دغه لاسونه مې لکه د خپلو پخوانیو هغو په څېر کار کوي".

دی وايي، له عملیاتو وروسته یې له هغې کورنۍ سره ولیدل، چې د مړه شوي غړي لاسونه یې ده ته ولګول شول، هغه کورنۍ چې عبدالرحیم ته یې د خپل مړه شوي غړي د لاسونو د ورکولو اجازه ورکړه.

د امریکا طبي مرکز د پلاستیکي جراحۍ مشرې ډاکتر سوبرامانیا ایر وايي: "د رحیم لاسونه د ورځنیو کارونو ترسره کولو لپاره د پاموړ فعالیت کولی شي. دی به په راتلونکو لسو میاشتو کې منظمه فیزیوتراپي کوي، له همدې کبله باید په کوچي کې پاتې شي."

ډاکټر ایر زیاتوي: "هر لاس د دوو هډوکو، دوو شریانونو، دوو رګونو پیوندلو ته اړتیا لري".

عبدالرحیم له ګیلې نه په ډکې لهجې وویل، دغه کار ډېر لګښت غوښت، خو د افغانستان دولت له ما سره ډېره مرسته ونه کړه. دولت لاس غوڅو کسانو ته ایله سل زره افغانۍ (چې نژدې ۲۰۰۰ ډالر کېږي) مرسته ورکوي چې دا پیسې هېڅ نه شي کولی".

دی وايي، ددغو عملیاتو لګښت د کندهار د پولیسو مشر جنرال عبدالرزاق او د عبدالرحیم کورنۍ ورکړی دی.

Image caption دی وايي، له عملیاتو وروسته یې له هغې کورنۍ سره ولیدل، چې د مړه شوي غړي لاسونه یې ده ته ولګول شول، هغه کورنۍ چې عبدالرحیم ته یې د خپل مړه شوي غړي د لاسونو د ورکولو اجازه ورکړه.

عبدالرحیم د کندهار معروف ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د تحریک له نسکورېدو وروسته یې د ښوونکي په توګه کار کړی، خو څه موده وروسته د کندهار ولایت د یوه ښوونځي سرښوونکی شو.

دی وايي، سیمې ته د طالبانو له بیا ستنېدو او د ښوونځیو له تړلو وروسته دی له پولیسو سره یوځای کېدو ته اړ شو:

"هره ورځ ډېر خلک ما ته زنګونه وهي او مبارکي راکوي. ډېر نور کسان مې انځورونه په فیسبوک کې خپروي. زه ډېر زیات خوشحاله یم".

عبدالرحیم واده کړی او څلور بچیان لري: "اوس پخپلو نویو لاسونو لاسلیک کولی شم؛ کټ مټ لکه پخپلو پخوانیو لاسونو مې چې کاوه".