نورستانی: د افغانستان حکومت پارلماني ټاکنو ته چمتو نه دی

د انځور حقوق AFP Getty Images
Image caption محمد یوسف نورستاني تر دې وړاندې هم د راتلونکو ټاکنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

افغانستان کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر محمد یوسف نورستاني ویلي "په ټاکلي شوي وخت کې د دریمو پارلماني ټاکنو د ترسره کولو موقع له لاسه تللې ده".

ښاغلي نورستاني دغه خبرې د ولسي جرګې د دوشنبه په غونډې کې وکړې چې له ګڼ شمېر اعتراضونو ډکه وه.

د ښاغلي نورستاني په وینا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۴ کال د تلې ۱۱ نېټه د ټاکنو لپاره غوره او د ملی وحدت حکومت ته یې وړاندیز کړی، خو حکومت تراوسه کوم ځواب نه دی ورکړی.

ښاغلي نورستاني د ټاکنو د ' پر وخت نه ترسره کېدو' لامل دا وباله چې په وروستیو اونیو کې بهرنیو مرستندویه هېوادونو له دغه کمېسیون سره د خپلو مرستو د درولو خبر ورکړی دی او د افغانستان حکومت هم د ټاکنو د لګښت د ورکړې توان نه لري.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر خبرداری ورکړ چې د دغو مرستو له درېدو سره به د دغه کمېسیون ۸۵۰ مسلکي کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي چې له دوی پرته د رڼو ټاکنو ترسره کول به ستونزمن وي.

د انځور حقوق no credit

ښاغلي نورستاني وویل د ملي وحدت حکومت هم په پارلماني نظام کې د اصلاحاتو پر راوستو او خپلو مینځونو کې د اختلافاتو د آوارۍ پر سر کومې نتیجې ته ونه رسېدل او د ټاکنو ترسره کولو ته بشپړ چمتووالی نه لري.

تېر کال کله چې دواړه ټاکنیزې ډلې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو پر سر سیاسي هوکړې ته سره ورسېدل، د ټاکنیز نظام اصلاح د دوی ترمنځ د موافقې یو له اصلي ټکو ؤ او سږکال یو کمېسیون د دغې مادې د پلي کولو لپاره وګمارل شو. د ولسمشر غني او د اجرائیه مشر عبد الله تر منځ د دغه کمېسیون پر مشرۍ د اختلافاتو له امله د ټاکنو د نظام د اصلاح طرحه نه ده جوړه شوې.

ښاغلي نورستاني داهم ویلي چې د ملي وحدت حکومت د پارلماني ټاکنو د مهالوېش د جوړولو، د ټاکنو د لګښت او د امنیت د ساتلو په اړه دوی ته ځواب نه دی ورکړی چې دا د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د حکومت د نه چمتووالي نښه ده.

کله چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر د ولسې جرګې تالار ته ننوته، د جرګې ځینو غړو د هغه شتون په مجلس کې د دوی په وینا د ۱۳۹۳ په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه د مشرتوب د کمزورۍ پر سر، د نه منلو وړ ګڼه.

کله چې د غونډې دغه علني مجلس ترینګلی شو، د ولسې جرګې نائب عبدالظاهر قدیر چې نن د مشرۍ مسئولیت ورله غاړې ؤ، د ښاغلي نورستاني شتون یې د مجلس د غړو رای ورکونې ته کېښود چې ډېرو رای ورکړه چې حاضر دې شي.

د انځور حقوق none

ښاغلي نورستاني د هغو نیوکو په ځواب کې چې پر ده د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو په تړاو وشوې وویل چې د رای ورکوونکو د رښتنیو شمېرو له شتون پرته، د رڼو او له درغلیو پاکو ټاکنو ترسره کول ناشونې دي.

ښاغلي نورستاني مجلس ته معلومات ورکړل چې د مرکزي احصایې دفتر د هېواد نفوس ۲۶ میلیونه ښیي، په داسې حال کې چې د ټاکنو کمېسیون له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۳ میلادي کال ۲۰ میلیونه او اته سوه زره کارتونه رای ورکوونکو ته توزیع کړي دي.

نورستاني وویل چې که د افغانستان نفوس ۲۶ میلیونه کسان وي، نو د رای ورکوونکو شمېر باید د ۱۱ او ۱۲ میلیونو ترمینځ وي خو د هغو خلکو شمېر چې د رای ورکوونکو په توګه یې نومونه ثبت کړي نژدې ۲۱ میلیونو ته رسېږي، د ټاکنو کمېسیون د دوی له شمېر سره سم د رای ورکونې کارټونه چاپوي چې دا پخپله د درغلۍ شونتیا برابروي.

یوسف نورستاني وویل: " چې د رای ورکوونکو اصلي نوملړ له موږ سره نه وي، له دغه او له راتلونکي کمېسیون څخه دا تمه مه لرئ چې تقلب د افغانستان له فضا څخه ورک شی. دغه تقلب به هر وخت وي".