د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي

Image caption په سیمه کې د بي بي سي خبریال صفي الله امین زاده وايي، چاودنه د عدلیې وزارت د کارکوونکو د رخصتېدو پر مهال وشوه.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د عدلیې وزارت د ګاډو تمځي کې د یوه ځانمرګي برید پایله کې څلور کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل نننۍ (۱۹مې) چاودنه ځانمرګی برید و چې له کبله یې یوه ښځه او درې نارینه وژل شوي دي.

نوموړی وايي د دغه برید ټول قربانیان ملکیان وو.

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د برید پړه منلې او پر خپلې ټوېټر پاڼې یې لیکلي: "په دغه برید کې د عدلیې وزارت ګڼ لوړپوړي او د ټیټې درجې کارکونکي وژل شوي او ټپیان شوي دي".

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال ایوب سالنګي بي بي سي ته ویلي وو، په سیمه کې د درو نارینه وو او یوې ښځې مړي موندل شوي، خو مشخصه نه ده، چې یو مړی د ځانمرګي برید کوونکي دی او که د ولسي وګړي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال صفي الله امین زاده وايي، چاودنه د عدلیې وزارت د کارکوونکو د رخصتېدو پر مهال وشوه.

د بي بي سي یوه موټر چلوونکی چې د چاودنې شاهد و، بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، یوه سپینه سراچه د عدلیې وزارت د موټرو تمځي ته راغله، کله چې ساتونکو د ننوتلو اجازه ور نه کړه، په کې سپاره ځانمرګي برید کوونکي موټر کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچوول.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بي بي سي یو ګاډی چې د دغې ادارې یو خبریال یې عدلیې وزارت ته د یوې مرکې لپاره لېږداوه، سخت زیان لیدلی خو د بي بي سي کارکونکي خوندي دي.

زموږ همکار وايي، چاودنه داسې مهال وشوه، چې د عدلیې وزارت ځینې کارکوونکي موټرو کې سپاره وو او ځینې نور بیا د وتلو په حال کې وو.

د افغانستان عدلیې وزارت له ولسمشرۍ ماڼۍ نه نژدې ۱۰۰ متره لیرې دی، خو دغه وزارت ته د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سرینا هوټل نژدې موقعیت لري.

دوه ورځې وړاندې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه ځانمرګي برید درې کسان ووژل او ۲۱ نور یې ټپیان کړل.

د برید موخه کابل کې د اروپايي ټولنې د پولیسو موټر و، چې ددغې ټولنې یوه غړې هم پکې وژل شوې. د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service

ورته مطالب