کرزی له آی اېس آی سره د هوکړې لغو کېدل غواړي

حامد کرزی د انځور حقوق Reuters
Image caption حامد کرزي نوموړي ویلي د هغو هوکړو د لاسلیک مخنیوی باید وشي چې د ملي ګټو پر زیان وي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د څارګرې ادارې (آی اېس آی) ادارې ترمنځ پر لاسلیک شوې هوکړې ژوره اندېښنه ښولې ده.

د ښاغلي کرزي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نوموړي له خولې وایي، چې دغه هوکړه دې ژر تر ژره لغوه شي.

نوموړي ویلي د هغو هوکړو د لاسلیک مخنیوی باید وشي چې د ملي ګټو پر زیان وي:

"حامد کرزی د دولت له مشرتابه غواړي چې دغه سند ژر تر ژره باطل کړي او په راتونکې کې دې هم د هر هغه سند له لاسلیکولو ډډه وکړي چې د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف وي".

د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت ادارې وویل، له اوسني حالته د وتلو لپاره د افغانستان او پاکستان چارواکي په پنځو برخو کې د همکارۍ پر سر هوکړې ته سره رسېدلي دي چې په دې کې پوځي، سیاسي، اقتصادي، د سولې له بهیره د ملاتړ او همدا راز په سیمه کې د ګډو ترهګرو ګواښونو د مخنیوي لپاره د اطلاعاتي همکارۍ شامل دي.

د ملي امنیت ویاند حسیب صدیقي وايي د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو ګواښونو په تړاو د تکتیکي اطلاعاتو تبادله له وړاندې هم موجوده وه:

''دا چې د ګواښ په اړه مو یو روښانه تعریف نه درلود. او دواړو بنسټونو تر منځ د همکارۍ ساحې هم تر یوې اندازې روښانه نه وې. نو همدا لامل وو چې له تمې سره سم یې اغېز نه درلود. په نوي تفاهم لیک کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، ګډو ګواښونو، د تکتیکي اطلاعاتو د تبادلې حدودو او ساحو د همکارۍ کرښې چې وکولای شي له موږ سره مرسته وکړي تعریف شوي دي''.

د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ د آی ایس آی او د افغانستان ملي امنیت ځینې هوکړه لیکونه موجود وو، چې په وینا یې هغه شان تمه چې ترې کېده اغېزمن نه وو.

د ملي امنیت ویاند هیله وښوده چې "پاکستان دا ځل ژمنه کړې چې پاکستان به په ریښتینې توګه همکاري وکړي".

دغې هوکړې په افغانستان کې خورا غبرګونونه راپارولي دي.

له تېرو درو ورځو راهیسې په ولسي جرګه کې هم د دغې هوکړې پر سر غبرګونونه ډېر شوي دي.

نن (چارشنبې/ مې ۲۰) د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ولسي جرګې له اداري پلاوي وغوښتل چې دغه هوکړه دې له منځه لاړه شي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون وایي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د څار هوکړې په اړه یې راتلونکې یکشنبې د ملي امنیت مشر او سلاکار دغه جرګې ته وربللي دي او په دې اړه به د استازو پوښتنې ځواب کړي.

بل خوا، په افغانستان کې د ''اسلامي ګوند د شوراګانو اتحاد'' هم پر دې هوکړې "ژور خپګان" ښودلی چې په وینا یې همدا "آی اېس آی شبکه په ېرو څلورو لسیزو کې زموږ د ګران هېواد د ورانولو تر ټولو لوی عامل دی".

دغې شورا له حکومته غوښتي چې دغه سند ژر تر ژره باطل کړي، او په راتلونکي کې هم د ملي ګټو پرخلاف د دا ډول سندونو له لاسلیکولو ډډه وکړي.

ورته مطالب