هرات کې د ''جهاد موزیم''، تېر دردوونکي یادونه

د انځور حقوق AP
Image caption موزیم له شوروي اتحاد سره د افغانانو پر لس کلنې جګړې متمرکز دی

د افغانستان د لوېدیځ هرات ولایت پر یوه غونډۍ د ''جهاد موزیم'' کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د لس کلنې جګړې او د پخوانیو مجاهدینو په اړه کتونکو ته ډېر څه ورښودل کېږي.

ددغه موزیم ودانۍ په سپینو او آبي مرمر تیږو ښکلې شوې او پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د وخت د ځینو هغو افغان نارینه او ښځو نومونه لیکل شوي، چې په ۱۹۷۹ کال پیل شوه او ټیک لس کاله یې دوام وکړ.

د ودانۍ شاوخوا ونو او بڼ چاپېره کړې، چې د شورويانو اړوندې د پخوانیو مجاهدینو لاسونو ته ځینې ورغلې زړې وسلې پکې اېښودل شوې، خو ترڅنګ یې ځینې شوروي پوځي چورلکې، او ''مېګ'' ډوله جنګي چورلکې او ټانکونه هم لیدل کېږي.

هغه مهال د افغانستان جهاد د بهرني یرغل پروړاندې مقاومت ګڼل کېده. او مجاهدینو ته د ښو خلکو په سترګه کتل کېدل، خو د امریکا متحدو ایالتونو او سعودي عربستان دوی ته وسلې او پیسې د پاکستان له لارې ورکول.

جګړې ۱۰ کاله دوام وکړ، چې په پای کې شورویان په ۱۹۸۹ کال له سختې ماتې سره مخامخ او له افغانستان نه وتلو ته اړ شول.

افغانستان له لس کلنې جګړې وروسته وران ویجاړ پاتې شو. دغې جګړې د یو میلیون افغانانو او ۱۵۰۰۰ شوروي پوځيانو ژوند واخیست.

له جګړې وروسته امریکا له افغانستان مخ واړاوه، او افغانانو خپلې چارې پخپله سمبالولې.

افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شوه، او ویجاړ هېواد یې له بد بدتر او پر کنډوالو واړاوه.

په دې موزیم کې یوه برخه د افغانستان ناکراره تاریخ ته ځانګړې شوې ده، خو ډېری یې د شورویانو جګړې ته بېله ده.

د مشرانو ځای

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د موزیم تر ټولو جالبه ننداره له روسي ځواکونو سره د افغان جنګیالیو مبارزه ده

د ۴۷ اس اې کې په څېر روسيه کې جوړې شوې وسلې، لاسي بمونه، او بېلابېل نور هغه ماینونه چې د افغانانو لاسونو ته لوېدلي وو، په ښیښه يي تاخچو کې اېښودل شوي.

په موزیم کې تر ټولو جالب توکي هغه درې ګوټیزه نمونې دي، چې څرنګه افغانانو د وخت له لوی پوځ (شورویانو) سره جګړه وکړه.

موزیم ته په ننوتلو سره سړی د "مشرانو ځای" ته رسېږي، چې د مشهورو کسانو مجسمې پکې دي. د پخوانیو مجاهدینو قومندانان، ږیرور لونګۍ لرونکي افغانان پکې ښکاري، چې ځینو یې وسلې پر اوږو کړې دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ''سپېڅلې جګړه (جهاد) '' پیل کړې وه. په انځورونو کې د هرات د پخواني والي او په دې ولایت کې د ډېر نفوذ لرونکي اسمعیل خان انځور له ورایه ښکاري.

دوی د تېرې پېړۍ اتیایمه لسیزه کې د افغان اتلانو په نوم یادېدل؛ ځکه چې پر هېواد یې د پردي یرغل پروړاندې ''سپېڅلې جګړه (جهاد) '' پیل کړ. په انځورونو کې د هرات د پخواني والي او په دې ولایت کې د ډېر نفوذ لرونکي اسمعیل خان انځور له ورایه ښکاري.

دردوونکې ماضي

د موزیم په دویم پوړ کې د جګړې وېروونکې صحنې انځور شوې، چې جنګیالي په سخته جګړه پکې بوخت ښکاري.

د جګړې په صحنو کې په وینو لړلي کسان پر ځمکه پراته دي، هرې خوا ته رڼاګانې او ډزې کېږي، بمبارۍ کېږي، او خلک چیغې وهي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په انځور کې له روسي پوځ سره د مجاهدینو جنګېدلي مشران کښل شوي.

ښکاره پیغام یې دا دی چې: دغه موزیم د افغانانو زړورتیا او د یرغل کوونکي او ماتې خوړونکي پوځ د وحشت یو ښکاره انځور وښيي.

د موزیم چارواکي وايي، د جګړې ددغه وېروونکي انځور له ښودلو یې هدف دا دی چې راتلونکي نسلونه د تېر دردوونکي پېر په اړه پوی شي.

په افغانستان کې تاسو اړ نه یاست چې موزیم ته د جګړې په اړه د معلوماتو خپلولو لپاره ورشئ، ځکه چې دغه هېواد لاهم پخپلو کې او له بهرنیو ځواکونو سره له څو لسیزو راهیسې په جګړه کې ښکېل دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د موزیم چارواکي وايي، هدف یې راتلونکو نسلونو د دردوونکي ماضي د جګړو د ناخوالو ورښودل دي

د جګړې آثار هرځای لیدل کېږي.

یوځل بیا له افغانستان سره د لوېدیځ د دلچسپۍ په کمېدو ددغه هېواد د امنیت او ټیکاو په اړه شکونه او اندېښنې راپورته شوې دي

د دغه موزیم مرستیال مشر شیخ عبدالله وايي: ''افغانان په زړونو کې د جګړې درد لري. ګومان نه کوم چې هېڅوک دې هم بیا د خپل هېواد ویجاړېدل وغواړي.''

Image caption د دغه موزیم مرستیال مشر شیخ عبدالله وايي: ''افغانان په زړونو کې د جګړې درد لري. ګومان نه کوم چې هېڅوک دې هم بیا د خپل هېواد ویجاړېدل وغواړي.''