د امنیت او اقتصاد په تړاو کابل کې د تماس نړیوالې ډلې غونډه

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان ولسمشر وویل، هېواد یې له پاکستان او وسله والو مخالفانو سره د دوه اړخیزې سولې په لټه کې دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې 'د تماس نړیوالې ډلې' ناسته کې د پنځوسو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي سره جرګه شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د ناستې اصلي ویناوال و، وویل د افغانستان په خاوره کې به د کوم بل هېواد پروړاندې د فعالیتونو اجازه ورنه کړي، او له نورو هېوادونو یې هم همدا هیله ده.

ولسمشر غني له پاکستان سره اړیکو ته په اشارې وویل، دواړه هېوادونه په تېر کې د نااعلان شوې جګړې په وضعیت کې و، خو اوس د کابل او اسلام آباد ترمنځ خبرو ترینګلي اړیکي بېرته رغولي دي.

دا د تماس د نړیوالې ډلې شپاړسمه ناسته ده، چې هدف یې د افغانستان پر امنیت او اقتصاد بحثونه دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ناستې ته وویل: ''په تېر کې له پاکستان سره د نا اعلان شوې جګړې وضعیت رامنځ ته شوی و، خو اوس له پاکستان سره خبرو ته خوشبین یو.. د ګډو همکاریو راتلونکي ته ژمن یو، چې د پاکستان او افغانستان ګډ ګواښونه له منځه یوسو''.

ښاغلي غني وویل، پاکستان په ډاګه کړې ده، چې د افغانستان دښمن به د پاکستان دوست نه وي. هغه وویل، د عملي ګامونو اخیستو په تمه دی.

نوموړي زیاته کړه، ''دا جګړه افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پرضد نه ده، بلکې د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره ده، موږ په اصل کې دوه اړخیزه سوله غواړو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوله او د افغانستان د حکومت او مخالفینو ترمنځ سوله''.

بهرنیو ځواکونو نژدې پنځه میاشتې وړاندې افغانستان کې خپل جګړه ییز ماموریت پای ته ورساوه او ټولې امنیتي چارې یې افغان ځواکونو ته وسپارلې.

دوه اړخیزه سوله

له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، په وروستیو کې د کابل او نورو ولایتونو امنیتي وضعیت ډېر کړکېچن شوی، چې افغان ځواکونو ته ‎د اورپکو د بریدونو په مخنیوي کې ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر غني له پاکستان سره اړیکو ته په اشارې وویل، دواړه هېوادونه په تېر کې د نااعلان شوې جګړې په وضعیت کې و، خو اوس د کابل او اسلام آباد ترمنځ خبرو ترینګلي اړیکي بېرته رغولي دي.

دا څرګندونې داسې مهال شوې، چې د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د استخباراتي سازمان (آی اېس آی) ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې اندېښنې راپورته کړې، چې آن مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم ددې هوکړې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي غني دې هوکړې ته کومه اشاره ونه کړه، خو ویې ویل پخپله له امنیتي ځواکونو سره په اړیکه کې دی او د حکومت پیغام یې ښکاره دی چې په جګړه کې به بریالي کېږي او د افغانستان حکومت به هېڅکله نسکور نه شي.

هغه وویل، سوله غوښتونکو ته د افغان دولت غېږه پرانیستې ده خو هغه چې پر جګړې ټینګار کوي، دده په ټکو دوی ګل نه شي ورته وړاندې کولی:

''د افغانستان د حکومت او له سیاسي مخالفانو سره سوله کې باید هر افغان شامل شي، که جګړه کوي باید پوی شي چې موږ هغوی ته ګل نه وړاندې کوو''.

ورته مطالب