''له پاکستان سره تفاهم ليک نه دی لاسليک شوی''

Image caption ښاغلی منلی وايي تفاهم ليک هغه وخت د اعتبار وړ دی چې دواړه هېوادونه پرې سياسي موافقه وکړي

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند نجيب منلي په پلازمېنه کابل کې د رسنيو له مسوولينو سره په يوه خبري ناسته کې وويل له پاکستان سره استخباراتي تفاهم ليک تر اوسه نه دی لاسليک شوی او څه چې لاسليک شوي يوازې هغه مسوده ده چې تخنیکي پړاوونه يې وهلي.

د ښاغلي منلي په خبره د تفاهم ليک مسوده معمولآ د اړوندو ادارو له لوري لاسليکېږي چې دواړه هيوادونه يې بيا په اړه وروستۍ ارزونه کوي.

ناسته کې دغه راز ويل شوي دا تفاهم ليک هغه وخت د اعتبار وړ دی چې دواړه هېوادونه پرې سياسي موافقه وکړي.

د ملي امنيت شورا وياند وايي تر دې وروسته بيا دغه سند د افغانستان د ملي امنيت ادارې او پاکستان د استخباراتي ادارې ترمنځ لاسليکېږي.

د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د استخباراتي ادارو مرستيالانو په وروستيو کې د دغه تفاهم ليک مسوده لاسليک کړه.

د ملي امنيت وياند حسيب صديقي پنځه ورځې وړاندې په يوه خبري کنفرانس کې وويل دا تفاهم لیک يوازې د دوو هېوادونو د اطلاعاتو د پراختيا په موخه لاسليک شوی دی.

ښاغلي صديقي هغه مهال ويلي و پوځي، مالي، سياسي او په سيمه کې له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه په دغه تفاهم ليک کې شامل دي.

د دغه خبر خپرېدو زيات غبرګونونه راوپارول او مخکني ولسمشر حامد کرزي د دغه تفاهم ليک د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان ملي امنيت شورا د رسنيو له استازو سره په خبرو کې ويلي چې د دا ډول امنيتي تفاهم ليکونو جزيات تر ډېره بريده نه خپرېږي او افغانستان تر دې وړاندې له چين او روسيې سره ورته تفاهم ليکونه لاسليک کړي دي.

ورته مطالب