د اروزګان 'شهید حساس' ولسوال چاودنه کې وژل شوی

Image caption په اروزګان کي وروسته له هغه ناامنیو زور واخیست، چې د دغه ولایت امنیه قومندان مطیع الله خان په کابل او ورپسې ګلاب خان د امنیه قومندانۍ سرپرست په اروزګان کې ووژل شول.

د افغانستان سوېلي اروزګان ولایت شهید حساس ولسوال محمد اسمعیل خان د ماین چاودنه کې وژل شوی.

د افغانستان سوېلي اروزګان ولایت شهید حساس ولسوال په یوه چاودنه کې وژل شوی. ولسوال محمد اسمعیل خان له کوره ولسوالۍ ته روان وو چې پر لار ماین پرې وچاودېد.

د اروزګان د ولایتي ادارې ویاند نایاب وايي، د شاه مشهد سیمې په دې چاودنه کې یو بل کس ټپي شوی دی.

دوې ورځې وړاندې د یادې ولسوالۍ پر ځینو پوستو په وسلو سمبالو لسګونو وسله والو ډله ییز بریدونه وکړل.

تر دې دمه د اسمعیل خان د وژلو پړه چا نه ده منلې.

وسلوال طالبان ادعا کوي، په تېرو څو ورځو کې یې د افغان ځواکونو څخه لسګونه امنیتي پوستې نیولې او لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

په اروزګان کي وروسته له هغه ناامنیو زور واخیست، چې د دغه ولایت امنیه قومندان مطیع الله خان په کابل او ورپسې ګلاب خان د امنیه قومندانۍ سرپرست په اروزګان کې ووژل شول.

که څه هم شاوخوا دوې میاشتې کیږي، چې د دغه ولایت امنیه قومندان وژل شوی، خو لا هم مرکزي حکومت اروزګان ته نوی امنیه قومندان نه دی ټاکلی.

ورته مطالب