''که حکومت حق را نه کړي ولایتي ادارې سره پریکون کوو''

Image caption دوی وايي تر هغې به خپلو اعتراضونو دوام ورکړي چې په حکومت کې ونډه ور نه کړای شي

د ختيځ ولایت کونړ مخورو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، د مدني ټولنې فعالانو د ولایتي شورا غړو او جهادي قومندانانو له نوي افغان حکومت نه د هغو ژمنو عملي کیدل وغوښتل چې د ټاکنیزو منډو ترړو پر وخت ېې ورسره کړې وې.

ګډونوالو په تونده ژبه پر افغان حکومت نیوکې وکړې او ويې ویل تر هغې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې په حکومت کې ونډه ور نه کړای شي.

یو تن قومي او جهادي مشر حاجي یار ملا خان وویل که د دې ولایت وړ او مناسب خلک په حکومت کې په دندو و نه ګومارل شي د اعتراضونو ترڅنګ به د ولایتي ادارې سره هر ډول را شه در شه قطع کړي.

يوه ديني عالم مولوي الله یار د ملي يووالي حکومت د خلکو په غولولو تورن کړ او ويې ویل حکومت تر اوسه یوه ژمنه هم نه ده پلې کړې; نه یې امنیت راوستی نه ېې د فساد مخه نیولې او نه ېې د کونړ وړ او مناسب خلک په دندو ګومارلي.

د کونړیانو قربانۍ

حاجي محمد روزي یو بل قومي مشر پر خلکو د بیدارۍ غږ وکړ او ويې ویل که حکومت ېې غوښتنو ته ځواب و نه وايي پر بل ګام به لاس پورې کړي او حکومت سره به بشپړ پریکون اعلان کړي.

په پای کې ګډونوالو یو پریکړه لیک ولوست او له حکومته يې وغوښتل چې د کونړ د خلکو قربانۍ له یاده و نه باسي.

ځینو آن پر حکومت دا نیوکه هم کوله چې تر اوسه يې ولسونو سره د ليدو کتو وخت نه دی پیدا کړی.

د ټاکنو پر ورځ په کونړ کې شاو خوا ۱۸ کسان ووژل شول او له ۷۰ ډیر ټپیان شول خو تر اوسه يې کورنیو سره هیڅ ډول مرسته او خواخوږي نه ده شوې.

ورته مطالب