طالبان چین کې د سولې خبرې بې بنسټه بولي

د انځور حقوق

وسله والو طالبانو د ځینو رسنیو په راپور په کلکه رد کړی، چې وايي، څلورو طالب استازو په چین کې د افغانستان د سولې له مرکچیانو سره "پټې خبرې" کړې. " وال سټریټ ژورنال" لیکلي، ددغو خبرو زمینه د "آی اېس آی" له خوا چمتو شوې وه.

طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي: موږ په چين کې د کابل ادارې له استازو سره د لیدو کتو پروپاګند په کلکه ردوو. په رسنیو کې آوازې خپرې شوې چې د اسلامي امارت څلورو تنو سیاسي استازو د تېرې چهارشنبې او پنجشنې په ورځو د چین په ارومچي ښار کې د کابل ادارې ‎د سولې د شورا له غړو سره کتلي دي. موږ دا خبره په کلکه ردوو".

طالبانو له رسنیو غوښتي چې د بې بنسټه رپوټونو له خپرولو ډډه وکړي، خو وايي هېڅ داسې اړتیا نه شته، چې دودی له چا سره په "پټه" خبرې وکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، دوی چې هرځای ته سفر کړی او یا یې له چا سره لیدلي دي، جزییات یې له رسنیو سره شریک کړي دي.

ځینو رسنیو لیکلي، له طالبانو سره په دې خبرو کې د پاکستان د څارګرې ادارې (آی اېس آی) غړي هم وو، خو تر اوسه نه آی اېس آی او نه هم طالبانو او یا چین دا خبر تایید کړی دی.

"وال سټریټ ژورنال" لیکي، ددغو خبرو زمینه برابرولو کې چین هم برخه اخیستې ده، چې غواړي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې په خبرو کې خپل منځګړیتوب وښيي.

سرچینه وايي، دغه خبرې د روانې مې پر ۱۹ او ۲۰ د چین اورمچي کې ترسره شوې دي.

دغه ورځپاڼه وايي، په دې خبرو کې د سولې د عالي شورا د پلاوي مشري محمد معصوم ستانکزي کوله، خو د طالبانو له خوا ملا عبدالجلیل، ملا محمد حسن رحماني او ملا عبدالرزاق ګډون درلود، چې درې واړه پاکستان کې اوسېږي.

دغې سرچینې د سولې د عالي شورا د غړي او پخواني طالب چارواکي مولوي قلم الدین په حواله ویلي، په دې ناسته کې د سولې پر مهمو خبرو بحث وشو:

"دغه کسان په قطر کې د استازو پرتله ډېر مهم کسان دي، دا خبرې په پټه وشوې، یوازې د ګوتو په شمېر کسان ورباندې خبر وو".

ورته مطالب