زابل کې ځانمرګي برید ۷۳ 'ولسي وګړي' ټپیان کړل

د انځور حقوق BBC World Service

د زابل سیمه ییز چارواکي وايي، یوه ځانمرګي بریدګر په مازدا کې چاودېدونکي توکي ددغه ولایت د ولایتي شورا پر ودانۍ چوولي، چې د ۱۷ مېرمنو په ګډون یې لږترلږه ۶۸ ولسي وګړي ټپیان کړي دي.

د زابل د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان وايي، په ټپیانو کې ۱۷ مېرمنې دي، چې دوه پکې د ولایتي شورا وکیلانې دي:

''په برید کې ۶۸ عام وګړي ټپیان شوي، چې ۱۷ پکې مېرمنې دي، په ټپیانو کې څلور وکیلان ديو چې دوه پکې مېرمنې او دوه نارینه دي. ټول ټال ټپیان ۷۳ کسانو ته رسېدلي.''

نوموړی وايي، وړاندې دوی ته داسې رپوټونه ورکړل شوي وو، چې پر ولایتي شورا بریدونه کېږي، چې په وینا یې ددغه برید په اړه یې هم راپور درلود، خو په وینا یې د ولایتي شورا د وکیلانو امنیت ته ډېر پام نه کېږي.

بل خوا، د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي وایي، د دوی څېړنې ښيي، چې ځانمرګي بریدګر په مازدا موټر کې نژدي ۱۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي چاودنه دومره ځواکمنه وه، چې نژدې کورونه او ودانۍ یې اغېزمنې کړې.

د زابل د ولایتي شورا منشي اسد الله کاکړ وایي، په چاودنه کې د دوی یو آشپز او دوه ساتونکي هم ټپیان شوي.

د انځور حقوق BBC World Service

د برید په سیمه کې نورې دولتي ودانۍ هم دي.

وسله والو طالبانو د یوه لنډ لیکلي پیغام له لارې یوازې د برید مسؤولیت منلی، خو د زیانونو په اړه یې څه نه دي ویلي.

اروزګان کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته

د اروزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې چې دواړه لوري یو بل ته د زیانونو د اړولو ادعا کوي.

نښته تېره شپه یوولس بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې نژدې ۱۰۰ وسله والو د دهراود ولسوالۍ په چمبرک او د چیتو پُل پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل.

د ځایي خلکو په خبره د وسله والو امنیتي ځواکونو ترمنځ جګرې ۵ ساعته دوام درلود.

د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وایي، په دغه څو ساعته نښته کې یې نژدې ۵۰ وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې، خو په وینا یې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

خو وسلوال طالبان بیا ادعا کوي، چې په دهراود ولسوالۍ کي یې درې پوستې له امنیتي ځواکونو پرته له دې چي مقاومت وکړي، نیولې دي.

وسلوالو طالبانو له تېرې اونۍ راهیسې د اروزګان د مرکز ترینکوټ سربېره په څلور نورو ولسوالیو کې پراخ بریدونه پیل کړي دي.

د خاص اروزګان ځای اوسېدونکي وایي، د تېرې اونۍ له بریدونو وروسته ددغې ولسوالۍ او مرکز ترینکوټ ترمنځ لاره د وسلوالو له خوا بنده شوې ده.

دغه کسان وایي، روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، او د خوراکي توکو بیې هم پورته شوې دي.

د ناامنيو له کبله د اروزګان په یوشمېر ولسوالیو کې ښوونیز سیسټم هم په ټپه درېدلی دی.

که څه هم چارواکي دغه راپورونه په بشپړع توګه نه ردوي خو زیاتوي، چې ځینې ښوونځي د لنډمهال لپاره تړل شوي دي.

ورته مطالب