سمنګان کې د ډبرو سکرو کان پنځه کارکوونکي وژل شوي

Image caption د شمېرو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د سمنګان د ډبرو سکرو د کان ایستنې پېښو کې لږترلږه څلوېښت کسان وژل شوي دي.

د افغانستان په شمالي سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو پنځه کارکوونکي د ګاز له کبله وژل شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، څلور نور کارکوونکي مسموم شوي، چې ظاهراً یې وضعیت ښه دی.

د سمنګان ولایت ویاند صدیق عزیزي بي بي سي ته وویل، په صوف دره ولسوالۍ کې د خپلسرو کیندنو په لړ کې دا پېښه رامنځ ته شوې ده.

دی وايي، دغه کان د کانونو د وزارت د یوې ډلې له خوا بند کړل شوی و، خو سیمه ییزو خلکو هلته بېرته پخپل سر کار پیل کړی دی.

ښاغلی عزیزي وايي، دوی څو ځلې اړوند وزارت ته ویلي، چې د سکرو ډبرو د دغو کانونو امنیت نیول د موجوده امنیتي ځواکونو له وس وتلې خبره ده، خو ښکاري چې د کانونو وزارت یې پر غوښتنې غور نه دی کړی

د سمنګان خلکو په تېرو کلونو کې د ډبرو سکرو د کان ایستنې په مرګونو پېښو کې د مړینې شاهدان وو.

د شمېرو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د سمنګان د ډبرو سکرو د کان ایستنې پېښو کې لږترلږه څلوېښت کسان وژل شوي دي.

د تېر ۲۰۱۴ کال اپرېل په وروستیو کې هم د سمنګان د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۱۶ کارګران وژل شوي وو.

نن د افغانستان د ولسي جرګې ځینو غړو هم ددغو کاروونکو د وژل کېدو په تړاو پر کانونو وزارت نیوکې وکړې او له دولت یې وغوښتل چې د کاروونکو د خوندیتوب لپاره سم ګامونه واخلي.

ورته مطالب