تیلیفون اړتیا ده، خو ځینې افغانان پرې نور ځوروي

د انځور حقوق Getty

په افغانستان کې بېړنیو خدمتونو ځینې ادارې له ټيلیفوني ځورونو کړېږي او وايي چې ډېرځله دغه څه د دوی د چارو پروړاندې د ځنډ لامل کېږي، دا ادارې د ورځې په سلګونو داسې ځورونکې اړیکې ترلاسه کوي چې د یادو ادارو د کارکوونکو د سرخوږۍ لامل کیږي، خو لاهم په افغانستان کې چا ته په دغه کار سزا نه ده ورکړل شوې.

نجما ځلاپه خپل رپوټ کې پر همدې موضوع تم شوې.

که ټیلیفون د اړیکو د اړتیا لپاره دی، خو ډېر يې ددې لپاره هم کاروي چې د یوه چا له ځورونې پرې خوند واخلي. د ځينو لپاره خو دا ورځنۍ ناروغي ګرځېدلې، د دغه ځورونکو له شره هغه اړینې ادارې هم نه دي خوندي چې بېړني خدمتونه وړاندې کوي.

په څلورویشتو ساعتونو کې کابل امبولانس سره نژدې دوه زره اړیکې نیول کیږي چې په دې اړیکو کې یوازې لس سلنه یې ريښتینې دي او خلکو د مرستوغوښتنه کړې وي.

پاتې نور یې داسې اړیکې دي چې یا خو خلک د مخابراتي شبکو د پیرودنکو د خدمتونو او یا هم د سمیه ییزو راډیو ګانو په تېر کې د کابل امبولانس ۱۰۲ شمېره په مخه ورځي.

د کابل امبولانس د کارکوونکو په وینا، چې ځینې خلک په لوی لاس ټیلیفوني سرخوږی پیدا کوي.

د کابل امبولانس ټیلیفون ځوابوونکی همایون راته خپله یوه خاطره بیانوي:

''یوه شپه چې شاوخوا یوه بجه یوه، یوې مېرمنې اړیکه ونیوله او امبولانس یې وغوښت، ویل يې چې خور مې د زېږون ناروغه ده او په کور کې هېڅوک نشته هیله ده زموږ سره مرسته وکړئ. ما یې شمېره او د کور پته واخیسته او امبولانس مې ورولېږه. کله چې امبولانس هغه ځای ته ورسېد ما دې مېرمنې ته ټیلیفون وکړ او ومې ویل چې امبولانس در رسېدلی دی. میرمنې ځواب راکړ چې سمه ده لږ تم شئ. څـو دقیقې وروسته بیا مې ورته زنګ وواهه او ومې ویل چې امبولانس ولاړ دی؛ مېرمنې د ماشوم د ژړا پېښې وکړې او وې ویل چې ماشوم وزېږېده. دا مې په ژوند کې تر ټولو بده خاطره ده. ځینې مو تر دې حده ځوروي.''

د اور وژنې ادارې ته هم ځوروونکي زنګونه وهل کېږي، هره ورځ کابو زر اړیکې ور سره نیول کېږي چې نوي سلنه یې ځوروونکي خلک دي.

ځینې ټیلیفوني ځوروونکي دومره ماهره دي چې آن پولیس تېرباسي.

د اور وژنې ادارې مسؤل جنرال محبوب امیري هم له خپلو لالهاندیو کیسه کوي: « یو ماښام څو ځلې پرله پسې زنګونه راغلل چې د کابل په شهر آرا سیمه کې اور لګېدلی. وسایط په بېړې سره سیمې ته ورغلل خو هېڅ پېښه نه وه شوې. تر دې وړاندې هم ورته کار راسره په تایمني سیمه کې وشو او بیا په سید نور محمد شاه مېنه کې خو په ټوله کې دا ډول ځورونې ډېرې دي.

Image caption ځینې ټیلیفوني ځوروونکي دومره ماهره دي چې آن پولیس تېرباسي.

د پولیسو ۱۱۹ مخابراتي مرکز چې د ترهګریزو او جنایي پېښو د مخنیوي او د پېښې ځای د پر وخت رسېدنې لپاره جوړ شوي هم له دې ستونزې بې برخې نه دی پاتې.

سیف الرحمن د دغه مرکز یو کارکوونکی وایي: ''ځيني خبر راکوي چې ګنې په فلانۍ سیمه کې ماین ځای پر ځای شوی او یا خلک په خپلو کې سره لوېدلي دي. کله چې پولیس سیمې ته ورځې خبر دروغ وي. ځینې زنګ وهي او ښکنځل کوي.''

څلور کاله وړاندې دغو بنسټونو ته آن له لس زرو ډېر ټلیفونونه کېدل چې ډېره برخه یې ځورونکي ول. خو اوس سره له دې چې د دې چارې د مخنیوي لپاره ځینې ګامونه اخیستل شوي بیا هم به څلورویشتو ساعتونو کې تر زرو کسانو ډېر وګړي اړیکې ټینګوي چې له دې ډلې یوازې لس سلنه یې د مرستې غوښتنې لپاره وي.

جنرال همایون عیني د دغه مرکز مسؤل وایي: ''هغه کسان چې ځورول کوي ښایي یوه ورځ خپله له کومې ستونزې سره مخامخ شي او د ۱۱۹ مرستې ته اړتیا پيدا کړي.

Image caption د اور وژنې ادارې ته هم ځوروونکي زنګونه وهل کېږي، هره ورځ کابو زر اړیکې ور سره نیول کېږي چې نوي سلنه یې ځوروونکي خلک دي.

دا وګړي بې له دې چې دا ډول مسایل په پام کې ونیسي مزاحمت کوي او هم د خپل او هم د هغو کسانو وخت چې مرستې ته اړتیا لري، ضایع کوي. موږ هره ورځ اړیکې ترلاسه کوو چې چا په سړک سکته کړې یا یې ضعف کړی او موږ یې روغتون ته لیږدوو. په یوې اړیکې یو انسان له مړینې ژغورل کیږي. نو ځکه له خلکو نه هیله کوو چې مزاحمت ونه کړي.''

امبولانس، پولیس، اوروژنه هغه ټولنیز بنسټونه دي چې د خلکو د بېړنۍ اړتیا لپاره کارول کیږي او د زیاترو هېوادونو په قوانینو کې هغو کسانو ته چې د دا ډول بېړنیو مرسته رسوونکو ادارو کارکوونکي لالهانده کوي، سزاوې په پام کې نیول شوي دي. خو د افغانستان په قوانیو کې داسې څه نه تر سترګو کېږي.

يوازې لسګونه کلونه وړاندې د افغانستان د جزاء قانون په درې سوه اته اویایمه ماده کې راغلي ''که څوک سره له دې چې له واقعیت څخه خلاف علم لري یوه قضایي یا اداري مرجع یا د عمومي خدمتونو یو مؤظف ته په یوې وسیلې د یو لوی مصیبت، حادثې یا خطر د واقع کېدو اطلاع ورکړي په متوسط حبس چې د دوه کلونو زیات نه وي او نقدي جزا چې د پنځلس زرو افغانیو څخه زیات تجاوز ونه کړي، محکومیږي.''

خو په افغانستان کې تر اوسه هېڅوک د ټیلیفوني ځورونې په تور نه دي نیول شوی او سزا نه ده وکړل شوې، نو ښایي همدا یې لامل وي چې خلک هم د بېړنیو خدمتونو وړاندې کوونکو بنسټونو او کارکوونکو له ځورونې ډار نه لري.