پاکستاني چارواکو ته د ولسمشر غني ليک

د انځور حقوق AFP
Image caption افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو نوې بڼه خپله کړې او د تېر په پرتله یو بل ته نژدې ښکاري.

افغان ولسمشر اشرف غني له پاکستاني حکومت غوښتي چې د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي او په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره ورسره مرسته وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ يوې سرچينې بي بي سي ته منلې چې ولسمشر اشرف غني دا غوښتنې د يوه ليک په ترڅ کړې دي.

ویل شوي ولسمشر په دغه لیک کې د پاکستان له حکومت غوښتي چې په کوټې او پېښور کې د طالبانو مشران ونیسي او د دواړو هېوادونو د امنیت خرابولو په تور یې عدلي او قضايي محکمو ته راکاږي.

دغه راز په پاکستان کې د وسله والو طالبانو پټن ځایونه له منځه یوسي او د حقاني شبکې پر ضد خپل عملیات پراخ کړي.

په لیک کې دا غوښتنه هم شوې چې د هیڅ طالب درملنه دې په پاکستان کې نه کیږي. او له افغانستان سره دې د بندیانو د تبادلې لپاره غاړه کېږدي.

افغان چارواکي وايي زياتره وخت افغان طالبان له ګاونډيو هېوادونو چاودېدونکي توکي راوړي او په افغانستان کې ترې بمونه جوړي.

ویل شوې چې په دغه لیک کې یوه غوښتنه دا هم شوې چې پاکستان باید طالبانو ته د هغو کیمیاوي موادو او برېښنايي وسیلو مخه ونیسي چې د بمونو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو نوې بڼه خپله کړې او د تېر په پرتله یو بل ته نژدې ښکاري.

د پاکستان لومړي وزیر کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال ویلي وو د افغانستان دښمنان د پاکستان دوستان نه شي کیدای.