د ملي دفاع وزیر ملي شورا ته په رسمي توګه وروپېژندل شو

Image caption تېره اونۍ افغان ولسمشر محمد اشرف غني، معصوم ستانکزی د دفاع وزارت د سرپرست په توګه ونوماوه.

محمد معصوم ستانکزی په رسمي ډول ولسي جرګې ته د ملي دفاع د وزیر په توګه ورپېژندل شو.

ښاغلی ستانکزي څو ورځې وړاندې د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه کار پیل کړی دی.

که ښاغلی ستانکزی له ولسي جرګې د باور رایه واخلي نو ورسره به د ملی وحدت حکومت کابینه بشپړه شي.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي د جرګې په عمومي غونډه کې له حکومت نه وغوښتل چې د عدلي او قضايي ارګانونو چارواکي هم ژر ترژره ملي شورا ته معرفي کړي.

معصوم ستانکزی له تېرو څو کلونو راهیسې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر دی، چې د سولې په خبرو کې یو مهم شخصیت ګڼل کېږي.

د ملي یووالي د حکومت د کابینې په لومړي نوملړ کې پخوانی لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي دفاع وزارت ته نومول شوی و، چې له ولسي جرګې یې د بریالیتوب رایې وانه خیستې. بیا وروسته افضل لودین ددفاع وزارت ته ونومول شو، خو نوموړی د دفاع وزارت له نوماندۍ لاس پر سر شو.

تېره اونۍ افغان ولسمشر محمد اشرف غني، معصوم ستانکزی د دفاع وزارت د سرپرست په توګه ونوماوه.

تر هغه چې ولسي جرګه د دفاع وزير ته د باور رايه ورکوي ښاغلي معصوم ستانکزی به د دفاع وزارت سرپرست په توګه کار کوي.

محمد معصوم ستانکزی په ۱۳۳۷ کال د کابل ګاونډي لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ کې زیږېدلی.

پخوا یې د مخابراتو د وزیر، د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د سلاکار، د ملکي کولو او بیا مېشته کولو کمیسیون مرستیال په توګه کار کړی.د سولې د عالي شورا د وېبپاڼې پربنسټ، نوموړي په ودانیزه انجینرۍ کې تر دوکتورا پورې لوړې زده کړې کړې دي.

ویل کېږي ستانکزي د مخابراتو انستیتوت کې هم زده کړې کړي او پوځي روزنه یې لیدلې ده.