له قطره د طالبانو د وتلو بندیز غځول شوی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ویل کېږي، دغه کسان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال افغانستان کې لوړپوړي چارواکي وو، چې لاهم د طالبانو په لیکو کې د پاموړ نفوذ لري.

د قطر حکومت وايي، د هغو پنځو جګپوړو طالبانو د اوسېدو موده یې غځولې ده، چې تېر کال له ګوانتانامو زندان نه خوشي شوي وو.

دغه پنځه واړه طالبان د قطر د حکومت تر څارنې لاندې ژوند کوي، خو د سفر له محدودیت سره مخامخ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه اخیستو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دغه محدودیتونه به تر هغو پورې دوام ولري، چې یاد کسان د امریکا ملي امنیت ته نور خطر نه وي.

سرچینه وايي، ددغو طالبانو د برخلیک په اړه خبرې دوام لري.

وړاندې د امریکا کانګرس اندېښنه ښودلې وه، که چېرې دغه کسان په قطر کې د اقامت له پای ته رسېدو وروسته افغانستان ته واستول شي، امکان لري له طالبانو سره یوځای شي.

ویل کېږي، دغه کسان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال افغانستان کې لوړپوړي چارواکي وو، چې لاهم د طالبانو په لیکو کې د پاموړ نفوذ لري.

د تېرې یکشنبې په ورځ (مې ۳۱) د امریکا مرکزي استخباراتو (سي آی اې) مشر جان برنان بي بي سي ته ویلي وو، غواړي ځان ډاډه کړي چې د طالبانو دغه پنځه غړي "به یوځل بیا د جګړې پیلولو اجازه ونه لري".

ښاغلي برنان دا هم ویلي وو، دی خپله ددغو کسانو د برخلیک په اړه د افغانستان او قطر له حکومتونو سره په خبرو کې ښکېل و.

د تېر میلادي کال د مې پر ۳۱مه، د امریکا حکومت د بو برګډال په نوم د هغه امریکايي پوځي د خوشي کېدو په مقابل کې دغه پنځه لوړپوړي طالبان له ګوانتانامو زندان نه خوشي کړل، چې په ۲۰۰۹ کال طالبانو نیولی و.

د انځور حقوق us prisoner
Image caption ضابط برګډال د ۲۰۰۹م کال د جنوري له ۳۰ مې راهیسې د طالبانو په بند کې و.

د خوشي شویو ‎کسانو نومونه خیر الله خیرخواه، عبدالحق وثیق، فاضل مظلوم، نورالله نوري او محمد نبي عمري ښودل شوي، چې له ګوانتانامو زندان نه تر خوشي کېدو وروسته د قطر چارواکو ته وسپارل شول.

هغه مهال هوکړه دا وه، چې د قطر حکومت باید د یوه کال لپاره (د ۲۰۱۵ کال د جون تر لومړۍ نېټې پورې) ددغو کسانو فعالیتونه او تګ راتګ وڅاري او یولړ محدودیتونه پرې ولګوي.

ورته مطالب