طالبانو د ننګرهار پر امنیه قومندانۍ ډله ییز برید کړی

د انځور حقوق
Image caption لومړی دوو برید کوونکو موټربم بریدونه کړي

د افغانستان ختیځ ننګرهار پر امنیې قوماندانۍ طالبانو ځانمرګي بریدونه کړي، چې د چارواکو په وینا د پنځو برید کوونکو، چې څلور یې پاکستانیان او یو افغان و، په وژنه او د یو بریدکوونکي، اتو پولیسو او یو ملکي وګړي په ټپي کېدو پای ته ورسېدل.

د ننګرهار د امنیې قوماندان فضل احمد شیرزاد په یوه خبري ناسته کې وویل، دوو بریدګرو د موټر بم پرمټ چاودنې کړې او څلور بریدکوونکي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي:

"تېره شپه ۱۱ بجې د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ ته څېرمه د (نیو لیمون) په نامه د پولیسو پر یوه لوی ورکشاپ، دوه موټربم چاودنې وشوې، چې پنځه برید کوونکي پکې ووژل شول. دوه یې په موټرو کې له منځه ولاړل، څلورو نورو وکړای شو، چې دغه ورکشاپ ته ننوځي، له دوه نیم ساعته سختې نښتې وروسته پاتې برید کوونکي ووژل شول".

نوموړی وايي، له برید کوونکو یو راکټ او یو کلاشنیکوف د پولیسو لاس ته ورغلي.

د ننګرهار امنیه قومندان وايي، د دوست محمد په نوم د یوه ټپي برید کوونکي په ګډون ټول پنځه برید کوونکي د پاکستان او یو افغان و.

نوموړی وايي، په برید کې نهه پولیس ټپیان شوي، چې د یوه ټپونه یې ډېر ژور دي، خو د اتو نورو بیا سربېرن دي.

د انځور حقوق
Image caption څلور برید کوونکي ننوتي او دوه نیم ساعته یې جګړه کړې ده

د بریدونو مسولیت وسله وال طالبانو منلی. ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، په دې برید کې یې امنیتي ځواکونو ته پراخه مرګ ژوبله اړولې ده.

د برید ځای ته څېرمه د ولسي وګړو کورونه هم دي، چې د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، یو ولسي وګړی پکې ټپي شوی دی.

طالبانو ویلي، برید یې ننګرهار کې د ترهګرۍ پرضد ریاست کړی، چې په وینا یې د برید پرمهال هلته له بهرنیانو سره مهمه غونډه روانه وه، خو د طالبانو دا ادعا تراوسه چا نه ده تایید کړې.

د انځور حقوق
Image caption برید امنیې قومندانۍ ته څېرمه د لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو لپاره د "نیو لیمون" په نوم د ملي پولیسو، عامه نظم او سرحدي پولیسو د روزنې پر یوه ورکشاپ شوی