'پلار مې لس کاله جنسي تېری راباندې وکړ'

Image caption قرباني شوې ۲۳ کلنه مېرمن ده چې وایي د ژوند په وروستيو لسو کلونو کې بیا بیا د خپل پلار له خوا د جنسي تېري ښکار شوې ده.

په افغانستان کې لومړنۍ محکمې یو کس پر خپلې لور د جنسي تېري جرم له امله په اعدام محکوم کړ، خو دغه پرېکړه له یو کال ځنډ وروسته وشوه.

د لومړنۍ محکمې د حکم پرېکړې کابو یو کال وخت ونیو.

دا رپوټ کاوون خموش جوړ کړی او پښتو ته زموږ همکارې زمزمې نیازۍ ژباړلی دی.

مدني فعالانو د دې لپاره چې جرم معلوم شي، ډېرې هڅې وکړې چې د قرباني شوې نجلۍ او له پلاره یې د زېږېدلو ماشومانو ډي این اې معلومه کړي.

قرباني شوې ۲۳ کلنه مېرمن ده چې وایي د ژوند په وروستيو لسو کلونو کې بیا بیا د خپل پلار له خوا د جنسي تېري ښکار شوې ده.

کله چې د کابل لومړنۍ محکمې ته راغله . رنګ یې الوتی، او ګامونه یې رپېدل له خپله پلاره دوه زېږېدلي ماشومان هم ورسره وو. د محکمې قاضي د DNA اسنادو له لیدلو وروسته ومنله چې پلار يې پرې جنسي تېری کړی اونوموړي ته یې د اعدام سزا واوروله.

د DNA آزموینه په درو اونیو کې د امریکا په یوه څېړنیز بنسټ کې وشوه. دغه ازمایښت د افغانستان د دولت د پلاوي، د بګرام د هوایي ډګر، او عدالت د ټولو لپاره د بنسټ تر څارنې لاندې ترسره شوی دی.

د آزموینې پایله: مثبت

Image caption د لومړنۍ محکمې د حکم پرېکړې کابو یو کال وخت ونیو.

د نجلۍ مدافع وکیل روح الله وایي که دغه آزمایښت نه وای اټکل کېده چې نجلۍ ته به د افغانستان او اسلامي قانون پر بنسټ سزا ورکړل شوې وای.

نوموړی وایي د غه آزمیښت یواځینۍ لاره وه چې دا روښانه کړي جنسي تېری کوونکی د نجلۍ پلار دی.

نجلۍ د لومړۍ محکمې له پای ته رسېدو وروسته وویل کوم حکم چې نن وشو باید ژر تر ژره پلي شي:

''محمکې حکم وکړ. خدای دې وکړي چې دغه حکم پلي شي. موږ هسې هم د خپلو ترونو له خوا ګواښل کېږو که دا حکم پلي نشي ګواښونه به لا ډېر شي''.

د ناروا اړیکو ادعا

د دغې محکمې لومړۍ غونډه تېر کال شوې وه، خو دا چې ثبوتونه او شاهدان یې بشپړ نه وتر دې دمه ځنډېدلې وه. د نجلۍ پلار وایي لور یې له نورو کسانو سره ناروا اړیکې درلودې او ماشومان یې د همدغو اړیکو پایله ده.

د نجلۍ لاس او د دولت ګرېوان و ددې لپاره چې کیسه یوې خوا ته شي.

په لوموړۍ ډاګیزه محکمه کې قاضي سید احمد د نجلۍ له پلاره وپوښتل له دغو کارونو سره یې لور تر دې دمه ولې ژوندۍ ده ؟

هغه پوښتنه چې د قضاوت له ژبې ورهاخوا ده:

''که ته دا په دې تورنوې چې نورو سره اړیکې لري او دا ماشومان یې هم له ناروا اړیکو سره له دې چې و مو نکړای شو د قاضي د دغو څرګندونو په اړوند له هغه سره خبرې وکړو خو د نوموړی مرستیال وایي چې قاضي سید احمد پرته له دې چې د نجلۍ پلار خپلې خبرې وکړي کومه بله موخه نه درلوده''.

Image caption قرباني شوې ښځه وايي، پلار یې یو زوی په رڼه ډاګ پرېښود

په بېدیا کې پرېښودل شوی ماشوم

خبره د دوې له کوره راپورته شوه. نجلۍ وایي له څوارلس کلنۍ تر دې دمه په بیا بیا د خپل پلار له خوا د جنسي تېري ښکار شوې او څو ځله میندواره شوې هم ده. نوموړې څلور ماشومان زیان کړي اوس مهال یې یوه لور او زوی ژوندي دی. او یو زوی یې چې په کندوز کې پیدا شوی و هغه یې پلار د کندوز په یوې صحرا کې ژوندی پریښی دی ''.

''په همدومره وخت کې چې پلار مې پر ما جنسي تیری کړی، لومړی ماشوم مې ژوندی پیدا شوی و څلور نور مې زیان کړي دي. شپږمه مې لور ده. زینب نومویږي. تل به یې راته ویل چې دا مې د دې لپاره ونه وژله چې کله لویه شي ستا په څېر ترې ګټه واخلم ''.

هغه مهال چې دولت یې غږ ته غوږ نه اېښوده. رسنیو کې راڅرګنده شوه او خپله کیسه یې له یوه سیمه ییز تلویزیون سره شریکه کړه.

د ښځو د حقونو د خوندیتابه یو شمیر غړې او مدني فعالانې د دغې نجلۍ په ملاتړ ودرېدې.

او پلار یې د جومات د ملا او سیمه ییزو مشرانو په مرسته زندان ته ولېږل شو.

د دولت ناغیړي

د ښځو د حقونو د برخې فعاله حمیده وردګ د دغې قضیې په اړه د دولت له ناغیړۍ وایي:

''زموږ غوښتنه له دولت او عدلي ادارو دا ده لکه څنګه یې چې د اعدام حکم وکړ ژر تر ژره دې دا حکم پلي کړي. په دې جرم باید د افغانستان خلک خبر شي.کوم ماشوم چې زما په غیږ کې دی دا درې میاشتینی دی خو قضیه چې پیل شوه هغه مهال یې مور یواځې د دوه میاشتو میندواره وه''.

Image caption د دغې پېښې قرباني شوې مېرمن وايي، تر هغې به دې قضیې پسې وي چې قانون پلی او پلار ته یې د اعدام سزا ور کړل شي.

دغه قضیه له یوې خوا په کورونو کې له ښځو سره ناوړه چلند په ګوته کوي او له بلې خوا د هېواد د قضايي ارګانونو پر سیستم نیوکه کوي. د افغانستان په قضايي او عدلي سیستمونو نیوکې نوې خبره نه ده، په اوسنۍ قضیه کې، دواړه خواوې له محکمې سر ټکوي. د محکمې دا پرېکړه وروستۍ نه ده، د قضیې په اړوند د دوه محکمو پرېکړه لا په ځای پاتې ده.

د اعدام سزا

د دغې پېښې قرباني شوې مېرمن وايي، تر هغې به دې قضیې پسې وي چې قانون پلی او پلار ته یې د اعدام سزا ور کړل شي.

له دې وروسته دغې نجلۍ او دوه ماشومانو ته ژوند تېرول هم بې ستونزو نه دی، اقتصادي ستونزې یې ډیرې دي نجلۍ د کور د کرایې پیسې او نور لګښتونه له کالیو ګنډلو، د دوه وروڼو له ګټلو پیسو او د څو مدني فعالو ښځو له مرستې پوره کوي.

نوموړې وايي که پلار یې اعدام شي، کېدای شي د پلار خپلوان یې له دې څخه د غچ اخیستلو هڅه وکړي.

______________________________________

د بي بي سي د تګلارې له مخې او د قرباني شوې نجلۍ د خوندیتوب له کبله پرېکړه دا شوه چې په دې راپور کې د دې قضیې د قرباني شوې نجلۍ او د هغې د اولاد نومونه وانخیستل شي.

ورته مطالب