''د معلولينو ميليونونه ډالر حقوق مافيا اخيستي''

Image caption دمګړۍ د شهيدانو او معلولينو په وزارت کې ۱۳۴زره معلولين او نژدې ۱۵۰زره کورنۍ ثبت دي، خو دغه وزارت وايي چې د معلولينو شمېر تر دې لوړ دی

له اداري فساد سره د مبارزې ارزولو او څارنې خپلواکه کمېټه په خپل تازه راپور کې وايي، ''هر کال د معلولينو او په جګړو کې د وژل شويو د کورنيو له ۵۰ تر ۸۰ ميليونه ډالر حقوق د مافيايي کړېو جېبونو ته ځي''.

د دغې کمېټې غړی يما ترابي (چارشنبه، جون ۳) په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، چې معلولينو ته د هغوی د حقوقو ورکولو په تړاو د دوی موندنې ټکان ورکوونکې دي.

ښاغلي ترابي زياته کړه چې د کار او ټولنيزو چارو او شهيدانو او معلولينو په وزارت کې نوم ليکنه او د حقوقو ورکولو سيستم خورا زوړ، اوږد او پېچلی دی.

يما ترابي وويل: ''موږ د ناوړه ګټې اخيستنې کره شمېرې پيدا نه کړې، خو اټکلونه ښيي چې دا شمېرې په کال کې د ۵۰ او ۸۰ ميليونه ډالرو ترمنځ دي. دا د افغانانو د ماليې پيسې دي چې اړمنو کسانو ته ورسېږي، خو يوازې د څو محدودو کسانو جېبونو ته لوېږي''.

د ده په خبره په تېرو ۴۰ کلونو کې د هر معلول او وژل شوي د کورنۍ مياشتنی معاش ۵۰۰۰ افغانۍ ده چې په کلني ډول ورکول کېږي.

دمګړۍ د شهيدانو او معلولينو په وزارت کې ۱۳۴زره معلولين او نژدې ۱۵۰زره کورنۍ ثبت دي، خو دغه وزارت وايي چې د معلولينو شمېر تر دې لوړ دی.

ښاغلی ترابي خوشبيني وښوده، چې د وزارت نوي مشرتابه د دوی موندنې تاييد کړې او ژمنه يې وکړه چې دغه سيستم کې د سمون لپاره به جدي او سملاسي ګامونه پورته کړي.

بهرنیو چارو وزارت کې د چارواکو او زورواکو خپلوان

له اداري فساد سره د مبارزې ارزولو او څارنې خپلواکې کمېټې په يوه بل راپور کې د افغانستان په بهرنيو چارو وزارت کې د کارکوونکو په استخدام کې د بې نظميو راپور هم وړاندې کړ.

د دغې کمېټې اداري مشر راشد بهروز وويل: ''د کارکوونکو د ګومارلو بهير په ټول افغانستان کې ستونزه لري. په يوه مهمه اداره کې د هغه چا ګومارل چې واسطه و نه لري، امکان نه لري''.

ده وويل دا ارزونه يې د بهرنيو چارو له وزارت پيل کړې او نورو بنسټونو ته به يې هم وغځوي.

راشد بهروز وايي لوړپوړي چارواکي، د ملي شورا غړي او زورواکي هڅه کوي د امتیازاتو او اسانتياو لپاره خپل خپلوان په بهرنيو چارو وزارت کې ځای پر ځای کړي.

د دغې کمېټې موندنې ښيي چې همدا اوس په بهرنیو چارو وزارت کې د ملي شورا د استازو د کورنیو ۱۲ غړي، د پخوانيو وزيرانو د کورنيو څلور غړي او د لوړپوړو چارواکو د کورنيو اووه غړي د دغه وزارت په مهمو څوکيو کار کوي.