بامیانو کې ناپېژاندې ناروغۍ ۴۱ نجونې بستر کېدو ته اړ کړې

Image caption په ۱۳۹۰ کال هم په یوه ورته پېښه کې د یاد ښوونځي ځینې نجونې په ورته ناروغۍ اخته شوې وې.

د افغانستان په مرکزي بامیانو ولایت کې د ښوونځي ۴۱ نجونې د ناپېژاندې ناروغۍ له کبله بستري شوې دي.

پېښه د پنجاب ولسوالۍ د نجونو په یوه ښوونځي کې شوې ده.

د پنجاب کلینیک یوه چارواکي ابو ذر غزنوي بي بي سي ته وویل، دغه زده کوونکې د ۱۵ او ۱۸ ترمنځ عمرونه لري.

غزنوي وايي، په سیمه ییز وخت د ګهیځ اته بجې او ۴۵ دقیقې اوه کسان په ناپېژانده ناروغۍ اخته شول، چې بیا وروسته تر دوو ساعتونو پورې د ناروغانو شمېر ۴۱ کسانو ته ورسېد.

دی وايي، دا ناروغي سردردي او نس ناستی هم پیدا کوي.

تر اوسه د مسمومیت کومه نښه نه ده لیدل شوې ږ

په ۱۳۹۰ کال هم په یوه ورته پېښه کې د یاد ښوونځي ځینې نجونې په ورته ناروغۍ اخته شوې وې.