د ښار جوړونې ۳ ممنوع الخروج کارکوونکي نیول شوي

د انځور حقوق f

د افغانستان شمال ختیځ بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د ښار جوړونې وزارت په فساد تورن درې کارکوونکي چې له هېواده ممنوع الخروج اعلان شوي وو، له افغانستان نه د پښو سپکو د هڅې پرمهال نیول شوي دي.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن وايي، په نیول شویو کسانو کې د کورجوړونې د ادارې مشر، مالي مسؤول او د یاد وزارت یو بل کارکوونکی دی.

دغه درې واړه تورن د دوشنبې پر ګهیځ له تاجکستان سره پولې ته څېرمه د بدخشان په شغنان سرحدي ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو او سیمه ییزو خلکو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته نیول شوي.

فساد او بډې د افغانستان د حکومت پروړاندې یو لوی سرخوږی او ننګونه ګڼل کېږي.

د افغانستان ولسمشر څو ورځې وړاندې، په فساد کې د ښکېلتیا له کبله د ښار جوړونې د شپږو چارواکو دندې ځنډولې وې او دوی یې ممنوع الخروج اعلان کړي وو.

د ځینو نړیوالو سازمانونو د ډلبندۍ پربنسټ، د افغانستان دولت د نړۍ په ډېرو فاسدو دولتونو کې راځي.

د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د افغانستان ولسمشر له فساد د ټینګې مبارزې ژمنه کړې وه.

ورته مطالب