افغان زندانونو کې ربړونه نه ده ختمه شوې

جیورجیټ ګاګنون
Image caption جیورجیټ ګاګنون: ''طالبان د وګړو لپاره هغه تعریف کاروي چې د بشري حقونو سره په سمون کې نه دی''

په افغانستان کې د بشري حقونو مشره جیورجیټ ګاګنون وايي، پر ولسي وګړو د طالبانو قصدي بریدونه ددغې ډلې جنګي جرمونه ګڼل کېدای شي. نوموړې دا خبرې له شاوخوا پنځه کلن ماموریت پای ته رسېدا وړاندې له بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکې کې کړي دي.

له آغلې ګاګنون سره زموږ همکار هارون نجفي زاده مرکه کړې او پښتو ته اولیا اطرافي ژباړلې ده. مرکه د دې پوښتنې په ځواب پیلېږي، چې آیا پر ولسي وګړو او د استوګنې پر ځایونو د طالبانو بریدونه جګړه ییز جرمونه ګڼل کېدای شي؟

''پر افغان ولسي وګړو بریدونه جنګي جنایتونه دي''

ځواب: هو. نړیوال بشري حقونه، چې ددې هېواد ټولې ډلې ورته ژمنې دي، پر ملکي وګړو او ملکي ځایونو بریدونه یو جګړه ییز جرم بولي. پر عامو وګړو او عامه ځایونو قصدي بریدونه جګړه ییز جرم ګڼل کېدای شي.

پوښتنه: ایا د طالبانو، حقاني ډلې او نورو اورپکو په ملکي بریدونو کې کوم بدلون وینئ: ایا د تېر کال په پرتله ډېر دي که لږ؟

ځواب: نه، موږ دوام پکې وینو، ځکه دا اورپکي ډلي قصداً عامه ځایونه او عام وګړي په نښه کوي. هغه څه چې بدل شوي (او منفي لوري ته) هغه دا دي چې دوی اوس پر عامه ځایونو او وګړو د نېغو بریدونو پړه پرغاړه اخلي. هغوی باید پدې اړه اندېښمن وي، ځکه په مسولیت قبلولو سره هغوی دا مني چې په جګړه ییزو جرمونو کې شکېل دي.

پوښتنه: خو که تاسو هغو اعلامیو ته وګورئ چي طالبان يې خپروي، په هغو کې طالبان په واضح ډول وايي چې هغوی په خپلو علمیاتو کې د عامو وګړو خوندیتوب ته ژمن دي.

د انځور حقوق
Image caption جیورجیټ ګاګنون: ''طالبان د وګړو لپاره هغه تعریف کاروي چې د بشري حقونو سره په سمون کې نه دی. نو دوی چې څه کوي (او دوی یې مني) دا دي چې دوی د دولت ملکي کارکونکي، ښوونکي، قاضیان او څارنوالان په نښه کوي. هغوی د حکومت ملکي ودانۍ په نښه کوي''.

ځواب: هو موږ لیدلي او موږ دا هرڅه په ځیر سره څارو، د وخت په تېرېدو سره د عامو وګړو د ساتنې په اړه د طالبانو د اعلامیو پیغام بدلون موندلی. هغوی ویلي موږ د عامو وګړو د خوندي ساتلو په موخه بېلابېل ګامونه اخلو. خو ستونزه دا ده: دوی د وګړو لپاره هغه تعریف نه کاروي چې په ملي او نړیواله توګه قانوني او د منلو وړ وي. طالبان خپل تعریف لري. هغوی غلط دي. ځګه خو دوی چې څه کوي هغه کوي او بیا هڅه کوي خپل سپیناوی وکړي.

پوښتنه: مهرباني وکړئ او د پایلو په هکله یې لږ وضاحت راکړئ؟

ځواب: طالبان د وګړو لپاره هغه تعریف کاروي چې د بشري حقونو سره په سمون کې نه دی. نو دوی چې څه کوي (او دوی یې مني) دا دي چې دوی د دولت ملکي کارکونکي، ښوونکي، قاضیان او څارنوالان په نښه کوي. هغوی د حکومت ملکي ودانۍ په نښه کوي. د نړیوالو حقونو له مخې دا ټول ملکیان او ملکي ودانۍ دي، پر هغوی برید منع دی.

پوښتنه: ایا موږ ویلای شو د طالبانو مشران د جګړې مجرمین دي، ځکه چې هغوی د ملت د ترهولو لپاره په لوی لاس ملکیان په نښه کوي؟

ځواب: زه دومره درته ویلای شم: هغه څه چي پېښېږي، هغه حالات چي موږ یې وینو، که نړیوال او ملي څارنوالان د هغو څېړنه وکړي، ډېره شونې ده چې د یادو مشرانو نه به د جګرییزو جرمونو په هکله پوښتنې وشي. دا زما کار ندی چې ووایم هغوی سل په سلو کې ګرم دي او یا هم ندي. دا د یوې محکمې کار دي چې څېړنه وکړي او بیا که چېرې د شواهدو غوښته وي، ګرفتاري وکړي.

پوښتنه: خو ولسي وګړي یوازې د طالبانو د حملو له امله نه مري. افغان او نړیوال ځواکونه هم د بعضو ظلمونو مسولیت پر غاړه لري.

ځواب: هغه څه چې موږ د هېواد په اوږدو کې تر خپل پوښښ لاندې نیولې (د ولسي زیانونو په هکله زموږ کار) د افغان ملي امنیتي ځواکونو په مټ په ملکي زیانونو کې لږڅه زیاتوالی دی، او لامل یې تر ډېره حده د وسله والو سره مځکنۍ جګړې دي.

د بېلګي په توګه: اوپکي پر یوې پوستې او یا پر یوه پوځي کاروان برید کوي او نښته رامنځته کېږي، راکټونه ویشتل کېږي، او دا پر ولسي وګړو او د هغوی پر کورونو رالوېږي. نو زه غواړم واضح کړم چې موږ څه ثبټ کړي دا ډول یوه ستونزه ده. موږ ندي لیدلي چې افغان ځواکونه دې په لوی لاس ولسي وګړي په نښه کړي. موږ داسې څه نه دي لیدلي، نور خلک دا کارونه کوي. خو موږ پر افغان ځواکونو هم په ټینګه غږ کړی چې ولسي وګړو په خوندي ساتلو کې لا نورې هڅې وکړي. او هغوی باید داسې وکړي.

پوښتنه: په افغاني زندانونو کې د بندیانو سره کړه وړه راته په زړه پوري دي. ما ستاسو په راپور کې لوستي چې لږ څه پرمختګ شوی او د بندیانو سره په بد چلند کې ۱۴٪ لږوالی راغلی. خو تاسو پدې نظر یاست چې پدې هکله لا ډېر څه کول پکار دي. لدې وینا نه مو مطلب څه و؟ ایا بېلګې راکولای شئ چې د ښه ماموریت لپاره افغان حکومت نور څه کولای شي؟

ځواب: هغه څه چې پدې تېر راپور کې موږ ته څرګند شوه (چې تاسو اشاره ورته وکړه) دا دي چې د هغو بندیانو سره چې موږ مرکې وکړې موږ د شکنجې په پېښو کې یو لږڅه کموالی ولید – د یوه بل ګروپ په پرتله چې موږ مخکې ورسره غږېدلي و. د پوره سیستم په هکله موږ اوس هم داسې نظر لرو چې جګړې سره تړلي بندیان اوس هم د افغان امنیتي ادارو په لاس شکنجه کېږي او بد وضعیت ورسره کېږي.

د انځور حقوق AP
Image caption م. م: ''د پوره سیستم په هکله موږ اوس هم داسې نظر لرو چې جګړې سره تړلي بندیان اوس هم د افغان امنیتي ادارو په لاس شکنجه کېږي او بد وضعیت ورسره کېږي''.

دا عموماً د مالوماتو یا اقرار د ترلاسه کولو لپاره کېږي. دا مطلقاً منع دي: په افغاني حقوقو کې، په اساسي قانون کې او همدارنګه په نړیوالو قوانینو کې. دې ته په غبرګون چې حکومت څه وکړل، ولسمشر اشرف غني چې څه وکړل، د شکنجې د ختمولو په موخه د یوه ملي پلان رامخته کول و. او هغه پینځه مادې لري د مخنیوي له ګامونو او ګواښولو نه نیولې د قانوني بدلونونو تر رامنځته کولو پوري. هغه څه چې حکومت تر اوسه ندي کړي، د شکنجه کونکو مجرمینو محکمه کول دي. مسولیت هېڅ شتون نه لري نو ځکه خو شکنجه کونکي مصونیت لري او ځکه خو شکنجه تر اوسه دوام لري. ځکه چې تر دې دمه د ملي اردو یا د ملي امنیت یو غړی هم ندي محکمه شوی.

پوښتنه: ایا دا پدې خاطر چې افغان دولت ناتوانه دی مجرمین محاکمه کړي او یا دا چې دا هرڅه د ولسمشر غني د پالیسیو له کبله دي؟

ځواب: زه دلته د پالیسۍ په هکله نشم غږېدای. هغه ویناوې چې له دولته خپرېږي ډېري جدي وي، دا چې هغوی به شکنجه و نه زغمي او باید ختمه شي – لکه څنګه چې ما وویل، شکنجه مطلقآ منع ده. خو ددې ژمنو د عملي کولو دپاره باید څو تنه مجرمین محکمه شي. او لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، د هېواد په کچه د مسولیت د نشتوالي ستونزه وجود لري ... که هغه د اداري فساد په تړاو وي او یا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په هکله – په ریښتنې توګه محکمه کول سخته ده.

پوښتنه: په افغانستان کي ستاسو د ماموریت وروستۍ ورځي دي، له تګ وروسته به دې ددې هېواد کوم شي ډېر دریاد شي؟

ځواب: ما په ډېرو ځایونو کي کار کړی – په افریقا او بالکان کې – او باید ووایم افغانستان ترټولو په زړه پوري، پېچلی، رنګارنګه او ننګونکی ځای دی. ما له هغو افغانانو چې زه یې وینم الهام اخیستی، او ددوی هغه لېوالتیاوې او هڅې چې غواړي ژوند ته ادامه ورکړي، پر مخ ولاړ شي او بدلون ومومي. زما لپاره دا تر ټولو غټ څیز و. ځکه خو زه دا هیله لرم چې د اقتصاد، امنیت او سیاسي حالتو د ستونزو سره سره، که خلک هڅه وکړي، نو دوی به هغه څه ته ورسېږي چې د ددوی حق دی، لکه سوله او ثبات.

ورته مطالب