غني: د طالبانو پرځای دې له پاکستان سره سوله وشي

د انځور حقوق
Image caption ولسمشر وویل، کندهار کې میلیونونه ډالر لګول شوي، خو د دغه ولایت د کرنې د سمون لپاره پاموړ کار نه دی شوی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د وسله والو طالبانو پرځای باید د سولې خبرې له پاکستاني حکومت سره پیل شي.

نوموړي دا څرګندونې له ولسمشر کېدو وروسته کندهار ته په لومړي سفر وکړې او هلته یې د خلکو شکایتونه واورېدل.

په کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، ولسمشر غني وویل: ''سوله له ورور سره نه کېږي، بلکې له هغه چا سره کېږي، چې جګړه کوي، او پاکستان وړاندې له افغانستان سره نا اعلان شوې جګړه پیل کړې ده، موږ باید له پاکستان سره د سولې خبرې پیل کړو، چې طالبان سولې ته اړباسي''.

څو ورځې وړاندې، ولسمشر اشرف غني له پاکستاني حکومت نه په یوه لیک کې غوښتي وو چې د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي او په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره ورسره مرسته وکړي.

ولسمشر غني دا هم ویلي، چې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي له خوا چې له کوم طالب مشرانو سره د سولې خبرې شوې، دغه کسان د پاکستان له خوا یا وژل شوي او یا هم بندیان شوي دي، همدا ده چې له پاکستان سره د سولې په اړه مخامخ خبرې وشي.

د کندهار برېښنا

ښاغلي غني وویل، د کندهار لمریزې برېښنا پراخولو ته یې لس میلیون ډالر ځانګړي کړي او د کجکي لپاره یې نور توربینونه هم په پام کې نیولي، خو د لېږد لپاره یې د خلکو همکارۍ ته اړتیا ده.

که څه هم وړاندې په کندهار کې ۵۰ سلنه برېښنا د امریکا د پوځیانو له خوا د جنراتورونو په مټ برابرېدله، خو د ۲۰۱۵ کال له پیله دغه برېښنا هم په ټپه درېدلې وه.

د کندهار د برېښنا لپاره په تېرو کلونو کې څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالره لګول شوي چې دغه پیسې یوازې د بریښنا د تولید پر لنډ مهاله پروژو لګول شوې.

څو ورځې مخکې پارلمان کې پرېکړه وشوه چې خصوصي سکتور باید د هېواد برېښنا پراخولو کې ونډه واخلي.

ښاغلي غني ته د کندهار اوسېدونکو له ښاروالۍ شکایتونه وکړل، خو نوموړي ژمنه وکړه، چې کندهار ښار ته به ژر نوی ښاروال وټاکي. دی وايي، د کندهار نوي والي ته یې ویلي، چې د اړتیا وړ شیان ورته په ګوته کړي، او هغه چارواکي ورته په نښه کړي، چې کار نه کوي، چې پر ځای ې کارکوونکي کسان وګوماري.

ولسمشر وویل، کندهار کې میلیونونه ډالر لګول شوي، خو د دغه ولایت د کرنې د سمون لپاره پاموړ کار نه دی شوی.

نوموړي ژمنه وړه چې سږ کال به له خلکو په پیسو غنم وپېري، او د غنمو د زېرمه کولو لپاره به د کندهار د سېلو فعالولو لپاره لاس په کار شي. ده وویل، د مېوو د لې.د لپاره ایران هوډ کړی چې خلیجي هېوادونو ته د افغان مېوو د لېږد لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي غني د کندهاریانو شکایتونو د اورېدو پرمهال وویل، تر اوسه یې له پاکستان استخباراتو سره تفاهم لیک نه دی لاسلیک کړی، بلکې دا ګنګوسې وې. نوموړي وویل، دا تفاهم لیک به دی پخپله جوړوي، امنیت شورا ته به یې د تایید لپاره سپاري.

ورته مطالب