له افغان ګمرکونو سره د نړیوال بانک ۲۲ میلیون ډالر وړیا مرسته

د انځور حقوق Banco Mundial

نړیوال بانک د افغانستان له ګمرکونو سره نژدې ۲۲ میلیون ډالر وړیا مرسته اعلان کړې ده.

دغه پیسې به د دولت له لارې په راتلونکو اتلسو میاشتو کې په ګمرکونو کې د برېښنايي حکومت ولۍ د پیاوړتیا، د زېربناوو د جوړښت او ظرفیت جوړونې پر چارو ولګېږي.

نړیوال بانک په تېرو اوو کلونو کې نژدې اویا میلیون ډالر د افغاسنتان پر ګمرکونو جوړولو لګولي دي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي بي بي سي ته وویل، په پام کې وه چې د نړیوال بانک دغه پروژه د جون میاشتې په وروستیو کې پای ته ورسېږي، خو د نوو مرستو له اعلان سره به اوس دا پروګرام ۱۸ میاشتې نور هم وغځېږي:

''نړیوال بانک له افغانستان سره د ۲۱،۵ میلیون امریکايي ډالرو وړیا مرستې ژمنه وکړه، چې د ګمرکاتو په بېلابېلو برخو به لګول کېږي''.

افغان دولت دوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ، چې په ګمرکونو کې به د فساد مخه نیسي او په ګمرکاتو کې به د سوداګرو لپاره د هغوی د مالیو ورکولو سیستم برېښنايي او چټک کړي.

ددغه پروګرام پیل د کابل د هوايي ډګر له ګمرک پیلېږي.

د افغانستان د ګمرکونو مشر نجیب وردګ وایي د دغه سیستم لړۍ به لومړی له کابله پیل شي اوپه راتلونکو څو میاشتو کې به یوشمېر نورو ولایتونو کې هم پلي شي:

Image caption مالیې وزارت وايي، یو سوداګر چې له خپل بانکي ګڼون (اکونټ) نه مالیې استوي، د حکومتي مامورینو له لاس په لاس کېدو یې مالیه ژغورل کېږي، چې همدا د فساد د مخنیوي لپاره یوه غوره لار هم ده.

''دا کار ډېرې ګټې لري، لومړی تطبیق به یې د کابل له ګمرګ او د کابل د هوايي ډګر له ګمرک نه پیلېږي. تر درو څلورو میاشتو به هلته وازمایل شي، که کومه ستونزه یې نه لرله، بیا وروسته به په ټول افغانستان کې پیل شي.''

مالیې وزارت وايي، یو سوداګر چې له خپل بانکي ګڼون (اکونټ) نه مالیې استوي، د حکومتي مامورینو له لاس په لاس کېدو یې مالیه ژغورل کېږي، چې همدا د فساد د مخنیوي لپاره یوه غوره لار هم ده.

ورته مطالب