هلمند کې د وسلوالو يوه بريد ۱۷ پولیس وژلي دي

د افغانستان سویل کې امنیتي چارواکي وايي، هلمند کې طالبانو سره یوه نښته کې لږ تر لږه ۱۷ پولیس وژل شوي دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې موسی کلا ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو له بریدونو وروسته نښتې تر څو ساعتونو پورې روانې وې.

د هلمند پولیسو ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، چې تېره شپه د طالبانو یوې ډلې د دغه ولایت د موسی کلا په ولسوالۍ کې د پولیسو پر پستې برید وکړ.

ښاغلي ځواک وویل، د طالبانو د برید له کبله د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د څو ساعته شخړې له امله د پولیسو دغو سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړي د طالبانو دغه برید پراخ وباله چې په پایله کې د پولیسو یو شمېر ځواکونه د طالبانو په محاصره کې راغلل او ووژل شول.

د هلمند د والي ویاند وویل، چې طالبانو ته هم تلفات اوښتي خو د شمېر به اړه معلومات نه لري.

عمر ځواک زیاته کړه چې اوس دغه سیمه د امنیتي ځواکونو تر کنترول لاندې ده او پولیسو خپلې څېړنې د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه پیل کړې دي.

د یوه چارواکي په وینا په نښتو کې لږ تر لږه لس وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

یو شمېر پولیس افسرانو شکایت کاوه، چې تازه ځواکونه نه دي ورغلي. د ناټو اکثر پوځیانو له وتلو وروسته د سږ کال په اوږدو کې افغان امنیتي ځواکونه په یوازې سر جګړه کوي او د سر دروند زیان ورته اوښتی.

ورته مطالب