په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مجتبى پتنگ: جگړې کې د پوليسو کارونه تېروتنه ده

لږ ترلږه ٢٠ پوليس د هيلمند په ولايت کې د طالبانو په بريدونو کې وژل شوي دي . ځايي چارواکي وايي وسله والو د موسى کلا په ولسوالۍ کې په څو امنيتي پوستو بريدونه کړي د شنبې تر سهاره يې دوام درلود چې دې بريدونو کې په وينا يې طالبانو ته هم درنه مرگ ژوبله اوختې ده . طالبانو بيا په خپلې يوې اعلامېې کې ويلي چې ٢٥ پوليس يې وژلي او لويه اندازه وسلې يې هم نيولي دي . دا لومړى ځل نه دى چې د افغانستان پوليس دومره لوى شمېر کې وژل کيږي. د تېرو ١٤ کالو نه راپدېخوا په پوليسو ډيره پانگونه شوې ده، خو منتقدين يې په دې اند دي چې له لومړي سره پوليسو څخه جنگ کې کار اخيستل شوى او روزنه يې هم پوځي وه. همدې چلن د پوليسو د اوږدې مودې په مسوليتونو او روزنې هم اغيز کړى دى. د افغانستان د کورنېو چارو پخوانى وزير، مجتبى پتنگ، وايي چې ددې حالت مسوليت تېرو ١٤ کالو افغان او ناټو چارواکو ته راجع کيږي. ده داخبره زمونږ همکارعنايت الحق ياسيني سره مرکې کړې ده.