د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې پنځه ولسي وګړي وژل شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption ويل کېږي شينډنډ د هرات يو له نا امنه ولسواليو ده چې د افغان حکومت وسله وال مخالفان په کې نفوذ لري

د هرات ولايت چارواکي وايي چې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه کې لږ تر لږه پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي.

دغه جګړه پرون د شينډنډ ولسوالۍ په زوال سيمه کې رامنځ ته شوې ده، چې له کبله يې شاوخوا ۱۵ کسان ټپيان شوي هم دي.

نن ورځ د شينډنډ ولسوالۍ مخې ته د پېښې په اړه ګڼ شمېر اعتراض کوونکي راغونډ شوي وو او ويل يې چې دې پېښه کې نهه ولسي وګړي وژل شوي دي.

لاريون کوونکي وايي دغه کسان د امنيتي ځواکوو د هاوانونو له کبله وژل شوي دي.

ويل کېږي دغه جګړه هغه وخت پيل شوه چې وسله والو مخالفانو پر افغان امنيتي ځواکونو بريد وکړ.

د هرات والي وياند احسان الله حيات وايي تر اوسه څرګنده نه ده چې کومه غاړه د دې مرګ ژوبلو مسووله ده.

دی وايي ډېر ژر به د پېښې په اړه د پلټنې ډله شينډنډ ولسوالي ته ولېږي.

ښاغلی حيات وايي، د هرات والي ژمنه کړې چې د پېښې عاملين به د قانون منګولو ته وسپاري.

د هرات د ولايتي شورا پخوانی غړی تور محمد ظريفي چې دغو لاريون کوونکو کې و وايي دولت د شينډنډ د حالت په اړه بې تفاوته دی.

دی وايي امنيتي ځواکونو بې له کومې ځانګړي څېړنې پر کورونو د هاوانونو بريدونه کړي.

ويل کېږي شينډنډ د هرات يو له نا امنه ولسواليو څخه ده چې د افغان حکومت وسله وال مخالفان په کې نفوذ لري.