فریده مومند: د لوړو زده کړو قانون کې تعدیل راځي

د انځور حقوق
Image caption د انلاین سسټم په رامنځته کولو سره محصل وکولای شي، چې په شفاف ډول خپله ازموینه ورکړي فریده موند

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د لوړو زده کړو قانون به تعدیل کړي.

د خصوصي لوړو زده کړو موسسو او د مافوق السانس د لوړو زده کړو د مقررو په اړه هم بیا کتنه کېږي.

د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مومند د خپل سل ورځني کاري پلان بیانولو لړ کې وویل، محصلینو ته به د فراغت په ورځ ديپلوم ورکړل شي، چې وايي له دې مخکې له یوه اوږده بهیر وروسته ورکول کېده. نوموړې وايي:

' د لوړو زده کړو وزارت پرېکړه کړې، چې د لوړو زده کړو قانون له بیا کتنې او تعدیل وروسته د دغه قانون د رسمي قانون په توګه نافذ شي. خو دا چې ډېر وخت پرې تېر شوی بیا کتنې او اصلاح ته اړتیا لري. چې همدا اوس هم پرې د استادانو په ګډون د علمي کمېټو کار پرې روان دی. کله چې دا بیا کتنه بشپړه شي، د تصویب او تنفیذ کار به یې پیل شي. '

د بهرنيو هېوادونو د بورسونو ورکړې په اړه به مخکې ‌ ډېر شکایتونه کیدل. خو اوس د لوړو زده کړو وزیره وايي، چې له دې وروسته به د بورسونو لپاره انلاین بڼه ازموینه اخیستله کیږي او نوموړې دغه چاره د ډیرې روڼتیا لپاره د هڅو یوه برخه وبلله.

'په ځینو پوهنځیو کې غواړ، چې په انګلیسي ژبه زده کړو ته پراخیتا او وده ورکړو. غواړو چې په طب، کرنې او انجنرۍ پوهنځیو کې لیک لوست په انګلیسي ژبه شي او بل دا چې غواړ د بورسونو لپاره ازموینه د نوې تکنالوژي او انلاین په مټ معیاري کړو. داسې ډېر شکایتونه وو، چې ګواکې بورسونه د لوړو زده کړو لخوا په عادلانه توګه نه ورکول کېږي. خو د لوړو زده کړو وزارت زیار باسي، چې د انلاین سسټم په رامنځته کولو سره محصل وکولای شي، چې په شفاف ډول خپله ازموینه ورکړي او په خپلې وړتیا بورس ته بریالی شي.'