طالبان: داعش دې افغانستان کې د موازي ډلې له جوړولو لاس واخلي

Image caption په لیک کې له داعش ډلې غوښتل شوي چې له طالبانو سره همکاري وکړي.

افغان طالبانو په لومړي ځل د اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر ابوبکر بغدادي ته يو ليک استولى او له هغه يې غوښتي چې په افغانستان کې له طالبانو سره د موازي ډلې له جوړولو لاس واخلي.

رسنيو ته په استول شوي دې ليک کې طالبانو ويلي د افغانستان ځانگړنو او ارزښتونو ته پام سره يوازې دوى د دې جوگه دي چې دې هېواد کې د دوى په خپلو ټکو د تېري کوونکو په وړاندې د روانې مبارزې مشري وکړي.

طالبانو دا خبردارى هم ورکړى که غوښتنې يې و نه منل شي نو په عمل به لاس پورې کړي.

د طالبانو له لوري د داعش مشر ته دا ليک وروسته له هغه استول کېږي چې د افغانستان په ځینو برخو کې د داعش ډلې د رامنځته کېدو او د دوى او طالبانو ترمنځ د نښتو رپوټونه خپاره شول.

دغه لیک د ملا اختر محمد منصور له لورې لاسلیک شوی چې نوموړي په کې ځان د رهبرۍ شورا چارسنبالی او د (افغانستان اسلامي امارت) مرستیال په توګه معرفي کړی دی.

په لیک کې له داعش ډلې غوښتل شوي چې له طالبانو سره همکاري وکړي.

څو ورځې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې طالبانو او د داعش ځواکونو د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې سره نښتې کړې او د دواړو خواوو تر منځ د جګړې له کبله سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

طالبانو لیک کې ټینګار کړی چې افغانستان کې د شوروي اتحاد له یرغل وروسته د ګڼو ډلو حضور د دې لامل شو چې د شوروي له ماتې وروسته دغه ډلې ناسمې پایلې او اغېز ولري.

"د ګڼو جهادي ډلو تاوان مو په خپلو سترګو لیدلی چې له کبله یې افغانستان کې د یو نیم میلیون شهیدانو او ۱۴ کال سپېڅلي جهاد ثمره ضایع شوه او له دغه اسلامي جهاد سره د اسلامي امت ټولې تړلې هیلي خاروه سره خاورې شوې".

دغه راز لیک کې راغلي: "افغانستان کې ګڼې جهادي ډلې نه د جهاد په ګټه دي او نه هم د مسلمانانو په ګټه، ځکه په افغاني چاپیریال کې مخالفتونه او شخړې ډېرې دي او که مشري او ډله یوه وي نو د کورنیو مخالفتونو شونتیا له منځه ځي".

طالبانو دغه راز ویلي: "په افغانستان کې د موازي ډلې جوړولو لپاره هېڅ راز شرعي او عقلي دلیل نه شته او د اسلام او مسلمانانو ښېګڼه په دې کې ده چې افغانستان کې جهاد د یوې واحدې ډلې له خوا پر مخ یوړل شي".

ورته مطالب