اروزګان کې ماین چاودنو ۲ کسان وژلي او ۱۶ ټپیان دي

د افغانستان سويلي ولايت ارزګان په دهراوت ولسوالۍ کې د سؤک غاړې ماين چاودنو لږ تر لږه ۲ ولسي وګړي وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د اروزګان د سیمه ییزې ادارې ویاند دوست محمد نایاب وایې، چې دغه چاودنې نن سهار(جون ۱۶) د هراوت ولسوالۍ په چمبرک کوتل سیمه کی رامنځته شوې.

ښاغلی نایاب وایې، د ولسي وګړو دوه پیک اپ ګاډي، چې د دهراوت ولسوالۍ څخه د دایکندي د کجران ولسوالۍ ته پر لاره و چې د سړک غاړې پر ماین برابر شوو.

دوست محمد نایاب وايي، په دغه پېښه کې دوه نارینه وژل شوي او په ټپیانو کې ښځې او کوچنیان هم شامل دي.

د پېښې عيني شاهدان وايي، چې د پېښې ټول قربانیان د کجران ولسوالۍ هزاره توکمه وګړي دي.

ويل کېږي، چې دوی شمېر ۳۱ تنه وو او د لارې د نه بلدیت له امله د پېښې ښکار شوي دي.

دا په تېرو دوو اوونيو کي د اروزګان په دهراوت ولسوالۍ کي دوهمه پېښه ده، چي ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

تېره اوونۍ په یوه ورته چاودنه کې تر لسو ډېرو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې وه، چي يوه لويه برخه يې ښځې او ماشومان وو.

ورته مطالب