"وسله والو طالبانو کونړ کې پر څو پوستو بریدونه کړي"

د کونړ د پولیسو مشر مل پاسوال عبد الحبیب سید خیل وايي وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ګڼو پوستو بریدونه کړي دي.

نوموړی وايي په جګړه کې شاوخوا ۳۰۰ وسله والو برخه اخیستې ده.

د کونړ دعامې روغتیا مشر ډاکټر اسد الله فضلي وايي تر اوسه ورته ۳۳ ټپیان راوړل شوي چې یوازې شپږ یې ملکیان دي.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ هغه وینا نه مني چې ګنې یو افغان ټپي سرتېری یې د پولې بلې غاړې ته د درملنې لپاره وړی دی.

د هلمند په کجکي کې هم سخته جګړه روانه ده، ځايي خلک وايي افغان ځواکونو شاته تګ کړی او جګړه د برېښنا کوټ خواته په نژدې کېدو دی.

په دې اړه زموږ همکار نعمت الله کریاب په خپل رپوټ کې لیکي د چارشنبې په سهار لا د اسمان غاړې نه وې چاودې چې د کونړ لایت د مرورې ولسوالۍ او مرکز اسد اباد خلک درنو ډزو راویښ کړل.

د مرورې په دړي دم سیمه کې ګڼو وسله والو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو نا تار بریدونه پیل کړل، جګړه لا په بشپړه توګه پاې ته نه ده رسیدلې او له څو پوستو افغان ځواکونه را په شا شوي دي.

ښاغلی سید خیل چې د جګړې په سیمه کې و، بي بي سي ته وویل له څو پوستو یې ځواکونه را په شا شوي خو وايي نور سرتېرې ور رسېدلي دي.

نوموړي د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه و نه ویل خو برید ګرو ته یې د مرګژوبلې اړولو خبره وکړه.

وسله والو طالبانو په جګړه کې د ګڼو افغان سر تېرو د وژلو ادعا کړې ده.

د دغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د څو پوستو د نیولو او د وسلو دولجه کولو دعوه هم کوي.

بل خوا پر اسد اباد هم توغندي ګوزار شوي، یو د ولایت د ودانۍ سره نږدې او بل د ښاروالۍ په انګړ کې لګېدلي، د سر زیان یې نه دی اړولی خو لویه وار خطایې یې رامنځ ته کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ دا خبره چې ګوندې یو افغان ټپې سرتېرې یې د پولې په هغې غاړه کې درمللی، نه مني خو د پاکستان د پوځ له روغتیايي کارکونکو مننه کوي چې د ټپي شوي سرحدي پولیس یار جان سره یې لومړنۍ طبي مرسته کړې ده.

دغه پېښه د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه پاس کې د تېرې سې شنبې پر ورځ شوې ده.

له بلې خوا د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې سخته جګړه روانه ده.

د هلمند د ولایتي شورا غړی عبدالمجید اخونزاده چې د همدغې ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي د څو ورځو جګړو په ترڅ کې وسله والو یو شمېر سیمې لاندې کړې او د ده په خبره جګړه ورو ورو د برېښنا کوټ پر لور روانه ده.

دهلمند د والي ویاند عمر ځواک هم مني چې په کجکي کې افغان امنیتي ځواکونو د څو پوستو نه په شاتګ کړی او د ده په خبره دبیا نیولو عملیات یې پیل کړي دي.

دغلته دواړو لورو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د کجکې امنیتي چارواکي وايي له ۳۰ ډېر وسله وال تر اوسه وژل شوي خو وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب