هلمند کې د سړک غاړې ماين چاودنې ۱۴ کسان وژلي دي

د انځور حقوق bbc
Image caption زياتره وخت د سړک غاړې ماينونه د طالبانو له خوا د امنيتي ځواکونو په نښه کولو لپاره اېښودل کېږي

په هلمند ولايت کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې ۱۴ کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د هلمند ولايت د پوليسو مشر نبي جان ملاخېل بي بي سي ته ويلي، دغه چاودنه نن شنبې (۲۰ جون) رامنځ ته شوه.

په دې پېښه کې وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي چې د هلمند ولايت له مرکز لښکرګاه څخه مارجې ولسوالۍ ته روان وو.

د ښاغلي ملاخېل په وينا دغه کسان د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړو له کبله خپل کورونه پرېښې او لښکرګاه ته راغلي وو.

ده زياته کړه دغه کسان په تونس موټر کې سپاره و چې د سړک غاړې پر ماين وربرابر شول.

يوه عيني شاهد د بي بي سي خبريال ته ويلي چې ګڼ شمېر ټپيان يې د لښګرګاه روغتون ته لېږدولي دي.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

زياتره وخت د سړک غاړې ماينونه د طالبانو له خوا د امنيتي ځواکونو په نښه کولو لپاره اېښودل کېږي. خو ځينې وخت د دې ماينونو قربانيان ولسي وګړي وي.

ملګرو ملتونو د روان کال د فبرورۍ مياشت کې د وژل شويو ولسي وګړو شمېر ۳۶۹۹ ښودلی چې د تېر کال په نسبت ۲۵ سلنه زياتوالی په کې راغلی دی.