د افغانستان ولسي جرګه به خپل کار ته دوام ورکوي

د انځور حقوق bbc
Image caption د ټاکنو ځنډ له کبله به ولسي جرګه خپل کار ته دوام ور کوي او تر یوې میاشتې به د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه اعلان شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د اعلامیې په تاییدولو سره د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه کړې، چې خپل کار ته به دوام ورکوي.

ولسي جرګه به راتلونکو ورځو کې خپلې غونډې روانې ساتي.

دا وروستیو کې په سیاسي ناستو او رسنیو کې د ولسي جرګې د لغوه کېدو یا پخپل ځای پاتې کېدو خبرې تودې وې خو پرون ( جون ۱۹) ښاغلي غني د اعلامیې په خپرولو سره وویل، د ټاکنو ځنډ له کبله به ولسي جرګه خپل کار ته دوام ور کوي او تر یوې میاشتې به د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه اعلان شي.

د افغانستان اساسي قانون د ۸۳ مادې له مخې د ولسي جرګې د کار موده د چنګاښ په لومړۍ نېټه د نوې جرګې ټاکنو د پایلو له اعلانه وروسته پای ته رسېږي او ټاکنې باید ۳۰ یا ۶۰ ورځې د پارلمان د کاري ورځو د پای ته رسیدو نه مخکې ترسره شي.

په ننۍ غونډه کې د ولسمشر پر اعلامیه بحث وشو او د رایو اکثریت پر بنسټ پرېکړه وشوه، چې ولسي جرګه به خپل کار ته دوام ورکوي.

له دغې اعلامیې سره موافقو استازو وویل، تر هغه چې نوي استازي ټاکل کېږي ولسي جرګه به د خلکو د استازو په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

تر دې دمه د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو نېټه نه ده په ګوته شوې خو ولسمشر په اعلامیه کې ویلي، چې د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه به تر یوې میاشتې په ډاګه شي.

په دې توګه د ولسي جرګې د کار موده تر یو نامعلوم وخته پورې تمدید شوې ده.

ورته مطالب