غزني کې اته امنيتي کارکوونکي او ۱۰ طالبان وژل شوي

د انځور حقوق bbc

د غزني ځايي چارواکي وايي اته امنيتي کارکوونکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

وژل شويو کسانو کې اووه سيمه ييز پوليس او يو د غزني د ښاروال ساتونکی شامل دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ ساپی وايي د غزني قره باغ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوسته لومړی د موټر بم بريد شوی او بيا وروسته نښته رامنځ ته شوې ده.

دی وايي په دې نښته کې دوه پوليس ټپيان شوي او ۱۰ تنه د دولت مخالفان هم وژل شوي دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي په دې پېښه کې يې د يوه تاکتيکي بريد په ترڅ کې دولس سيمه ييز پوليس وژلي دي

بل خوا د غزني والي وياند وايي د غزني ښار په يوه بله پېښه کې يو پوليس په ډزو وژل شوی دی.

دی وايي دغه پوليس په بازار کې پر سودا اخيستلو بوخت و، چې نامعلوم وسله وال کس پرې بريد وکړ.

ښاغلی ننګ وايي بريد کوونکی په تېښته بريالی شوی دی.

دې ته ورته يو بل بريد کې يوه وسله وال د غزني د ښاروال ساتونکی په ډزو وژلی دی. ځايي سرچينې وايي دغه بريد د "عيدګاه" په سيمه کې رامنځ ته شوی او بريد کوونکی په تېښته بريالی شوی دی.

غزني افغانستان کې يو له ناامنه ولايتونو ګڼل کېږي چې طالبان يې ځينې برخې تر ولکې لاندې لري.